تاند- د افغانستان اجرايي ريیس عبدالله عبدالله د ملګروملتو د امنیت شورا د بندیزونو د کمېټې له مشره وغوښتل چې د طالبانو پر مشر ملا هیبة الله بندیزونه ولګوي.
ښاغلي عبدالله د ملګروملتو د امنیت شورا د بندیزونو د کمېټې له مشر غیرت عمروف او د دې کمېټې له نورو غړیو سره په کتنه کې وویل « وسلوال طالبان د افغانستان د بې ګناه ملکي خلکي بې رحمه قاتلان او د دې وطن د تباهۍ مسؤلان دي، نو باید ورته د تروریست په سترګه وکتل شي.»
د اجرايي ریاست له خبرپاڼې سره سم عبدالله عبدالله وویل چې امنیت شورا دې د څار او ارزوني میکانیزم قوي کړي، څو د تروریستي ډلو فعالیتونه او ازادي محدوده، مالي منابع یې وچي او د سولي لپاره شرایط تیار شي.
اجرايي ريیس بې له دې چې د پاکستان، ایران او روسیې نوم واخلي د خپلو خبرو په دوام کې وویل« په دې سیمه کي لا هم دولتونه تروریستي ډلي پر بدو او ښو وېشي او دا د اوسني عصر تر ټولو بده اشتباه ده چي ځیني هیوادونه یې لا هم تکرار ته دوام ورکوي.»
د اجرايي ریاست په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې د طالبانو د مشر پر ضد د بندیزونو وړاندیز د امنیت شورا د بندیزونو د کمېټې مشر عمروف ومانه او که ونه مانه خو د نوموړي له قوله ویل شوي چې امنیت شورا د طالبانو پر ضد د افغانستان د دولت د مبارزې ملاتړ کوي.