سردار محمد همدرد

د هلمند مرستیال والی سردارمحمد همدرد |


عزتمندو ملت مشرانو ؛ ستاسو د اعتماد او باور له مخې زه مو د هلمند لپاره مرستیال والي و ټاکلم که څه هم ما یې یادونه نه وه کړې او نه مې د دې پوسټ غوښتنه کړي وه، خو ستاسو په غوښتنه ما دا دروند بار او مسؤلیت و مانه، که څه هم دا وظیفه راته ډيره ګرانه وه ځکه چي ماته په دې قانون شکنه وطن کي کار کول ډير سخت وو، ځکه چي د پنځلس کالو عادت سوي ډیر ژر و قانون ته برابرول څه مبارزي ته هم ضرورت لري، څه لوړې او ژوري هم لري، تهمتونه، ښکنځل او د تحصن خېمي هم لري، خو ما د دې ټولو با وجود چي ستاسو په ارادې مطمئین وم، د ملي وحدت د حکومت په ارادي مطمئین وم، په دې نیت مې کار شروع کړ او خپل د لومړۍ ورځي د معرفت په غونډه کي مې هم ولس ته په خپلو خبرو کي وویل: 
چي قانون به تطبیق کوو او په ټولو به یې تطبیق کوو، فساد به له منځه وړو اصلاحات به منځ ته راوړو، کار به اهل کار ته سپارو او په مصلحتونو او انډیوالۍ به حکومت نه چلوو او د بادارۍ فرهنګ به ختموو او د خدمت ګارۍ دود ته به وده ورکوو، زموږ قهرمان سربازان چي د دې نظام د بقاء لپاره یې د خپل سر او ویني په قیمت د داسي بي رحمه دښمن سره مقابله کوي چي مقابله یې هم څه ستونزمنه ده خو دوی د نظام د پایښت او سرلوړي افغانستان لپاره قربانی ورکوي، نو بیا په داسي یوه حالت کي د دې وطن سره خیانت، معامله ګري او قانون شکني د دې خاوري سره لویه جفا وي.
ما د خپل تعهد پر بنیاد کار را پیل کړ، په دوو میاشتو کي مې آته مجرمین د دقیقو اسنادو او شواهدو سره څارنوالی ته ور وپیژندل چي فقط د دې دوي بېلګي درته وړاندې کوم:


یوه یې د زندان څخه لیدنه وه، چي د زندانیانو د حال پوښتنه مې وکړه، د دوی د دوسیو پر وخت څیړلو غوښتنه مې وکړه، د آشپزخاني په برخه کي مې د دوی د خوراک تقسیم اوقات وکاته، چي په جدول کي یې د همدغې شپي لپاره ۶۰ کیلو غوښه په پلان کي وه ما هغه وتلله هغه ۲۸ کیلو وختله، سهار مې د دغې برخي مسؤلین څارنوالی ته د پوښتنو لپاره ور واستول او بل ځل؛ د ناوي د پولیسو امنیه قومندان یو دوولس کلن ماشوم چي په زوره یې موټر ته خېژولی وو او هغه به بیا د شپي ورسره لواطت کوئ، د ولایتي شورا وکیلان او د هغه ماشوم والدین او خپلوان ماته راغلل او ماشوم په خپله شاهدي ادا کړه، چي قومندان زما سره یاد ناوړه عمل کړی دی، ما همدغه موضوع نظامي څارنوالی ته واستول او دې ته ورته نوري پېښي…


زړه مې غواړي چي دې ته ورته پېښي ټولي تشریح کړم، ټولي دردوونکي دي، وخت نیسي او تاسو به یې د لوستلو حوصله ونه لری.


په دا وروستیو کي یوه بله موضوع چي د کرکټ د مځکي په سر وه؛ ځینو خلکو یې مخالفت کاوه چي دا مځکه زموږ شخصي ده، یاده دې وي چي دا مځکه د لښکرګاه د ښار په کاریز نومې سېمه کي چي ټولټال ۵۳۵ جرېبه مځکه ده او دا موضوع له پخوا څخه محاکمو ته تللې وه، چي د دې شخصي او دولتي اړخ وڅېړي چي محاکمو په خپل نهایې حکم کې دا مځکه دولتي ثابته کړه، هلمند ته د کرکټ لوبغالي لپاره وزارت مواد مخدر ۳۶ملیونه افغانی ځانګړې کړې وي، د کرکټ بورډ د ټیم مشر او غړي یې هم د هلمند والي ښاغلي حیات الله حیات په هڅو هلمند ته راوستل سول او دوی ته یې د کرکټ لوبغالي د مځکي وعده ورکړه، په دې جریان کي د هلمند والي ښاغلي حیات الله حیات د دې مځکې لپاره د سیمي د خلکو سره تر لس ډیري جرګي وکړي او ورته ویې ویل؛ تاسو د دې کار مخالفت مه کوئ او دا لوبغالی د دې سیمي په ګټه دی که نه نو دا پیسي د هلمند څخه ځي، خو دوی یوه جرګه هم ونه منله او مخالفت یې کاوه، والي صاحب د ځینو رسمي کارونو لپاره کابل ته ولاړ، او ماته یې په ټلیفون کي وویل: د کرکټ د مځکي لانجه باید حل سي، نظامي شورا او ولایتي شورا سره مشوره وکړه او له هغه وروسته د هغوی په موافقه ساحې ته ولاړ سی او د محاکمو حکم هلته تطبیق کړئ او د کرکټ کار پیل کړئ، موږ همداسي وکړل؛ د ولایت په ټولنیزو چارو کي مرستیال ښاغلی بسم الله روحاني، د ولایتي شورا رئیس، امنیه قومندان، د ملي امنیت لومړی مرستیال، ښاروال، د شهر سازی رئیس، د املاکو رئیس او د عدلي رئیس ګډه ناسته وکړه او فیصله پر دې وسوه؛ چي سبا به د آخري ځل لپاره د دې خلکو له مشرانو سره ګورو چي د عدلي رئیس وویل: آمر صاحب حفیظ الله خان او حاجي حقبین د دې خلکو نماینده ګان دي، د هغو سره خبري وکړئ، موږ دوهمه ورځ همداسي وکړل، په دې ناسته کي زه په خپله، روحاني صاحب، د ولایتي شورا رئیس، د استیناف څارونوالی رئیس، حاجي حفیظ الله خان او حاجي حقبین سره د محاکمو د حکم د تطبیق خبره وکړه او د کرکټ د لوبغالي په ارزښت مو هم خبري وکړي، د مجلس په جریان کي آمر صاحب حفیظ الله خان شخصاً ماته وویل: چي ستا والي د سلو ټانګانو سره هلته نه سي تلای او که ولاړسی خلک به مظاهره و کړي او لویه ستونزه به جوړه سي، رئیس صاحب د څارنوالی ورته وویل: چي موږ قانون تطبیق کوو او که هر چا یې مخالفت وکړئ، قانوني چلند به ورسره کوو؛ آمر صاحب په خپلو خبرو کې وویل: کوم قانون!؟ ستاسو د انګریز قانون!؟ چي نه ته او نه لوی څارنوال دا کار کولای سئ او بدرد یې هم وویل او زیاته یې کړه چي تاسو په دې بي دینه پولیسو چي د لسو ډبرو طاقت نه لري په دوی یې تطبیق کوئ!؟ تاسو دا قانون د سمیټي په خلکو تطبیق کړئ، یادې خبري یې د ناستو کسانو په مخ کي وکړي.


سهار موږ ساحي ته ولاړو او د کرکټ د لوبغالي کار مو پیل کړ او رئیس صاحب استیناف، آمر صاحب حفیظ الله خان په دې جرم د یوې ورځي لپاره توقیف کړ؛ چي تا د نظام او لویې څارنوالی توهین کړی دی. وروسته ځینو سپین ږیرو او د ولایتي شورا وکیلانو په وساطت باندي هغه را خوشي سو، هغه خپل د راخوشي کېدو څخه وروسته شاوخوا دري سوه کسېز لاریون وکړ او وروسته ولایت ته نېژدي د هلمند د نظامي شورا د پريکړې خلاف د تحصن خېمه یې ووهله، د تحصن خېمه ورځ تر بلې ورځي سیاسي کېدله چي اوس دې خېمي باندي د مرکز ټولي مافیا او د ملي وحدت د حکومت پر کور ناست کسانو خپل کار شروع کړی دی، چي د تحصن په خیمه کي یې، یو بینر ولګوی چي زما او د استیناف د څارنوالی د رئیس عکسونه یې چلیپا او زموږ د لېري کېدو غوښتنه یې وکړه او ټوله ورځ یې په لاوډسپیکر کي موږ ته هغه ښکنځل وکړل چي په خوله یې ورتلل، د دې موضوع په اړه دوی مخکې د هلمند والي، چي په کابل کي وو د تلیفون له لاري یې ژمنه کړې وه چي د لوی څارنوالی هیئت به راسي او دا موضوع به و څېړي، او آمر صاحب حفیظ الله خان وایي، چي زما توهین سوی دی او زه څارنوالی نا حقه بندي کړی یم، همدا راز د کابل هیئت د خېمي د مسؤلینو او زموږ، دواړو خبري واورېدې او مرکز ته ولاړ تر څو ګزارش د لوی څارنوال صاحب سره شریک کړي، چي وروسته بل هیئت د مشرانو جرګي د امنتیتي او دفاعي کمیسیون مشر هاشم الکوزي په مشری راغی، هغه هم وګرځید را وګرځید او نتیجه یې ور نه کړه، لوبه نوره هم ګرمه سوه؛ یو واري قومي رنګ ورکړي، بیا جهادي رنګ ورکړي، بیا د توهین رنګ ورکړي او بیا حکومت چلینج کړي، خېمي ته اوس د پلان له مخي کبابونه را روان وي، تنور ګرم دی او ټول قانون شکنه پکښې ډوډی پخوي.


په دې موضوع کي د پارلمان د هغو وکیلانو هم لاس دی چي موږ یې غیر قانوني غوښتنې نه دي منلي، حتا د کندهار امنیه قومندان عبدالرازق هم ورته وایې چي خیمه مه ټولوئ، کنې زه به درته د کندهار او زابل لاره بنده کړم!


د رازق سره زه څه لرم!؟ فقط یې څو ورځي مخکې یو خبر خپور کړ چي د طالبانو مشر ملا هبت الله موسی کلا ته راغلی دی، حلانکه زموږ ملي امنیت دا موضوع په کلکه ردوي، همدا خبر ناکې او عبث سو او هم په داسي وخت کي خپور سو چي د پاکستان سره د ترهګرو د اوسېدو په اړه ټینګ بحث شروع دی، موږ په دې اړه مطبوعاتي کنفرانس ورکړ او دده خبري مو رد کړي، اوس خپله بدله په دې ځای کي اخلي.


همدا راز څوک چي لویه جرګه غواړي هغه خو وعدې ورکوي، چي لوبه ګرمه وساتئ دا یې ځای دی؛ له یو طرفه د هلمند امنیتي وضعیت ورځ تر بلې ښه کېږي له بله پلوه غله او غاصبین په بېره کې دي چي د حساب وخت راغلی دی، دا خو د ټولو سره حساب کېږي، تاسو پر دې دریځ ټنیګ ودریږئ او شعار مو دا جوړ کړئ؛ چي په اداري او مالي چارو کي مرستیال والي او د استیناف څارنوالی رئیس نه غواړو.


ددې خلکو په وړاندې بله ورځ په کرزي لوبغالي کي شاوخوا څلور زره خلک د بېلا بیلو قومونو را ټول وو، دوی د قانون تطبیق، د ملي وحدت د حکومت ننګه او د تحصن خېمه واله وو ته یې غاصبین او قانون شکنه وویل، هلمند یې د ټولو قومونو ګډ کور وباله او تفرق اچونکي یې د دې وطن دښمنان وبلل او پر تاسو یې ږغ وکړ چي؛ د قانون په حاکمیت کي د هلمندیانو سره مرسته وکړئ، همداراز د تحصن کوونکو نن لسمه ورځ ده؛ نه جرګه مني او نه د امنیتي شورا پرېکړه مني او ټوله ورځ ګواښونه کوي اداره او حکومت چیلینجوي چي په اصل کي ولس ورسره نسته او په ټوله خېمه کي تر ۵۰ نفرو اضافه نسته او د شپي پکښې ۸ نفره وي، خو د مرکزه ډیر پېک وهل کېږي چي دا اور تازه کړي، اوس د خېمي مسؤلین وایي چي دا خېمه اوس زموږ په لاس کي نه ده او موږ یې نه سو ړنګولای.


قدرمنو مشرانو او ولسه تاسو ته وایم:


په دې موضوع کي ولاکه یا د چا سپکاوی سوی وي او یا سلیقوي برخورد سوی وي فقط قانون عملي سوی دی او په قاطعت سره سوی دی، نور څه نسته.


ما دا خوب پخوا هم لېدلی وو، چي د قانون په حاکمیت کي به له داسو پېښو سره ډیر مواجه سو، ځکه چي د قانون حاکمیت د ولس غوښتنه ده او دا زموږ خدایي مسؤلیت دی، په دې ښه پوهیږم چي د ګوزاري په ماموریت کي به هیڅکله څوک زموږ شکایت ونه کړي خو د ګوزاري ماموریت په دا پنځلس کاله نتیجه ور نکړه اوس د کار وخت را رسېدلی دی او یو بل چانس مو هم د نړیوالي ټولني او هم خپل د مشرانو لخوا راته په لاس راغلی دی

اراده را منځته سوېده اوس باید غفلت ونکړو او د تیر په شان د فساد او بي عدالتیو بېلګي باید تکرار نسي تر څو یوه مؤثره حکومتداري را منځته کړو چي بنیادونه یې پاخه او ټینګ وي او که دا کار ونه کړو غرقیږو، د نړۍ تروریستانو او همسایه ګانو قسم خوړلی چي دا وطن به جوړي ته نه پریږدو؛ اوس په حیث د با ضمیره افغانونو زموږ دا مسؤلیت دی چي دې وطن ته تعهد وسپارو او خپل وس و نه سپموو؛ د هلمند په ولايتي اداره کي چي ښاغلی حیات الله حیات یې په رأس کي دی او په خپل مدبرانه ماموریت سره د کار او اصلاحاتو ټینګ هوډ لري او زموږ سره هم په ښه کار ټینګار کوي، په نظامي او ملکي برخه کي کافي تغیرات راغلي دي، عدلي او قضایې ارګانونه چي د فساد بوی یې تلئ اصلاح سوي دي، ۷۰ فیصده ملکي اداره ځوانه او مسلکي سویده، په امنیتي اداراتو کي د اصلاحاتو لړۍ پیل ده، د فساد په اړه مو دریځ ډیر قاطع دی، چي نه به خپله فساد کوو او نه به چاته د فساد اجازه ور کوو، د دولتي مځکو د غصب لړۍ په ټپه ولاړه ده، حتا په زرګونه جرېبه مځکه د غاصبینو څخه خلاصه سوېده امنیتي ساحه مو ورځ په ورځ پراخه کیږي، عملیات په بریالیتوب سره روان دي دښمن د شکست سره مخامخ دی.


زه فقط یوه خبره کوم؛ زه د وظیفي پروا والله که لرم که زما په لېري کېدو هلمند ته خیر رسېږي زه نه خپه کیږم ځکه چي تاسو به پوهیږئ، خو یوه خبره کوم؛ که په هلمند کي مافیا ته وخت ورکړئ؛ بیا نو د هلمند د جوړېدو او د قانون د حاکمیت خبره به ډيره ستونزمنه وي.
په درنښت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *