هلمندمدني ټولنه: د کندهارولایتي شورا دي دهلمندیانو په احساساتو لوبي نه کوي خپلي ستونزي دي حل کړي:
نن هلمند کي ددې ولایت مدني ټولنو او یوشمیرخلګو د کندهارولایتي شورا د تیری ورځي هغه کنفرانس وغنده چي دهلمند ستونزو ته پکي یادونه سوې وه
دلته مدني فعالان او یوشمیر اوسیدونکو د یوه خبري کنفرانس پرمهال د کندهارولایتی شورا هغه خبري رد کړي چي وایي دهلمند هغه موضوع چي دکریکیټ میدان پرسرراپورته سوې لانجه دې ورته حل کړي.
دهلمندمدنی ټولنی مشر ډاکټرسلطان محمد مینه وال دخپلو خبرو پرمهال زیاته کړه چي د ارزګان وکیلان دي د ارزګان ستونزو ته دپای ټکی کیږدي او د کندهارولایتي شورا دي خپل منځي ستونزو سره سره دامنیت په برخه کی له اداري سره مرسته وکړئ
هغه وویل هلته دبیان ازادي نه شتون ، ترهګریز بریدونو زیاتوالي او ګڼی نوري پیښي هغه څه دي چی دې ستونزو ته لا اوس دپاي ټکی نه دی ایښودل سوي.
دهلمندمدنی ټولنی حقوقی مرستیال اسدالله پتمن د خبری ناستي پرمهال رسنیو ته وویل چي د کندهارولایت کي یو عالم ستونزي وجود لري هلته ملی اردو او ملی پولیس وژل سوې او ورځ تربلي هلته امنیتي ستونزي زیاتیږی خو ولي هغوئ ددې ستونزو په اړه هیڅ هم نه وایي
پتمن وایي که چیري د کندهارولایتي شورا خپلي ستونزي حل کړې وي خو ښه خبره ده ولي که خپلي ستونزی نسي حل کولاي نو هلمند په چارو کي دي لاس وهنه نه کوي
د اصلاح غوښتونکو ټولنی مشر جانان امیري د خبري ناستي پرمهال زیاته کړه چي کندهارولایت اوس خپلو ستونزو ته حل لاره نسي لټولائ اوس دهلمند یوي کوچني ستونزي ته انعکاس ورکوي او دې ستونزو ته پړسوب ورکوي.
مدني فعال نجیب الله وطن دوست وایي کندهارکی مرموزي وژنی،دخلګو تښتونې او ګڼي نوري بي عدالتی هغه څه دي چي خپله دکندهارولایتی شوراپری چوپه خوله پاته ده نو دهلمند ستونزو ته دوی څنګه لاس رسي کولای سي
دکندهارولایتی شورا داسي مهال د هلمند د تحصین خیمي په اړه ږغ پورته کړه چي دلته ولایتي اداري شاوخوا ۵۳۵ جریبه ځمکه له یوشمیر زورواکو واخیستل او هلته یې دکرکیټ لوبغالی جوړیدو کارپری پیل کړي چي یوشیمر کسانو ددې غبرګون کي لاریون او وروسته له تیرو څو ورځو راهیسي دتحصین ترنامه لاندي خیمه درولي او پکی ناست دي
د هلمند مدني ټولني رسنيز دفتر