مجید ژړاند

موږ ډېره  توره ماضي تر شا پرې ايښې ده، اوسنۍ ناخوالو هم له موږ څخه هغه ځواک اخیستی دی، کوم  مو چې اراده درلوده.

ددې لپاره چې له روانو ناخوالو خلاصون ومومو، راتلونکي نسلونه مو په سوله او امن کې ژوند ولري، نو اړينه ده، چې خپلو بچيانو ته د زدکړو د اسانتياوې برابرې کړو او باید د يووالي په مفکوره ورزول شي.

موږ د ټولو بدبختیو مهم لامل  ډيورنډ لاین دی، چې يو سل څلورويشت کاله ځينې اوړي، له هماغه وخته بیا تر ننه زموږ پر کاله د مينې پرښتې نه د امن زېری راووړ او نه  هم موږ له ځایه د حرکت کولو توان لرو، ځکه زموږ وجود نيم شوی دی، زه په نيم وجود څنګه تر منزله ورسېږم، څنګه د سولې د پرښتې زنه ونيسم او زارۍ ورته وکړم، چې زموږ پر کاله راپېښه وکړه او زموږ په کاله کې د مينې بله ډېوه شه!

کله چې د لوی افغانستان د داعیې غږ پورته کوو، نو ورسره جوخت ځينې ستمیان چيغې را پورته کړې، چې وړوکی کور جوړ کړه او بیا د لوی کور د جوړولو هڅه وکړه، لومړی له خپله کوره د شر او فتنې بلاګانې وشړه بیا خپل بېل شوی ورور راشريک کړه، اوس خو ته نه د سر سیوری لرې او نه هم د دښمن په وړاندې د مقابلې توان لرې، له خپل لمڅي سره پښې وغځوه او د لوی کور لوی فکر پرېږده.

زموږ د فکري ترهګرو همدومره توان رسېږي، چې زموږ فکر باندې ترهګريز بريد وکړي، موږ د خپلې موخې او منزل له لارې په کږه لاره روان کړي، که د باچاخان فکري مبارزې ته سترګې ور واړوو، نو هغه  محيط کې هم ورته ستونزې موجودې وې، نيلسن منډيلا د سولې لپاره د مبارزې هوډ کړی و، زندان يې تېر کړل، ستونزې يې وزغملې، خو اخر يې خپلو خلکو او ولس ته  نېکمرغي ور په برخه کړه.

د المان برلين پوخ دېوال جرمني ولسونو ونړول، د دوی تر منځ د بېلتون دنګ دېوال چې له کله راهیسې نسکور شوی، نو ورسره جوخت يې د سوکالۍ او ترقۍ په لور ګامونه اوچت کړي او نن يې موږ او تاسو د جرمني د پرمختګ شاهدان یوو.

که موږ نن خپله فکري مبارزه پرېږدو، یا د دښمن په تبليغاتو پسې ولاړ شو، نو هيڅکله به هم خپلې موخې ته ونه رسېږو، نن چې موږ له کومې نیابتي جګړې سره مخامخ يوو، نن چې په مورنۍ خاوره او محکوم افغانستان کې افغانان د سامراجي ناوک ښکار دي، يواځينی عامل زموږ د بېلتون دا ناسور دی، چې هر يو يې د خپل ځان په وير اخته کړی دی، که له  دغه نني بد حالت فقر، بېوزلي او جګړې نه د خلاصون اراده لرو، نو باید د خپل ناسور ټپ د ګنډلو هڅه او کوشش وکړو، پردۍ نیابتي جګړې نه يواځې د هيواد زېربناوې ونړولې، بلکي زموږ فکري زکاوت ته يې هم صدمه رسولې ده، د ملي او ناموسي داعيې د پالنې روحيه يې وژلې ده، ځکه پنجابیانو موږ په رنګونو رنګولي یوو،پنجابي ستميان  لنګوټه د پښتونوالي سمبول ګڼي، ټول هيواد پښتون ولس ګڼي، د هيواد سرنوشت باید له پښتنو سره وي، همدا رنګه دغه ستمي پنجابیان  زموږ تاجکو وروڼو ته له همدې الاوډ سپېکره غږ کوي، چې تاسو خو د مقاومت د سنګرونو فاتحين يئ، پښتون چې يو پاشیست قوم دی، غواړي، واک په خپل انحصار کې واخلي او تاسو چې ددې هيواد لپاره قربانۍ ورکړې دي، تاسو د واک له دایرې څخه باسي، همدارنګه نورو وياړلو قومونو او ټبرونو کې د نفاق خورونې لپاره کار کوي، تر کومه چې زما په دغه مبارزه کې تر ما مخکې تاجک ورور نه وي، او ترڅنګ مې ازبک ورور ګردنۍ تړلی روان نه وي، ګوجر او ايماق راسره مله نه وي، زه پر روانه لار خطر ته ورغاړې وځم او خپل ځان بایلم، ځکه زه د خود خواهۍ په ناروغۍ اخته يم او خود خواهۍ سړی په کږو لارو سر کوي.

لومړۍ مبارزه باید د تعصب او کرکې پر خلاف وي، که ما د خپل تاجک ورور په شلېدلي ګرېوان کې تڼۍ کېښوده، نو ازبک ورور هم ماته  د مرستې او همکارۍ لاس راکوۍ او پشه يي وروڼه هم  خپله وينه راکولی شي، زموږ وينه او فرهنګ شريک دی، زموږ تاريخ شريک دی، دهغه چا په تاريخ موږ وياړو چې د معاصر افغانستان بنسټ يې دوه سوه اويا کلونه وړاندې ايښی و، يو پرنګي په لمسون موږ کلونه کېږي، چې مرګ ته ورغاړې وځو، نور ملتونه د خپلې ازادۍ لپاره هڅه کوي، زموږ همدا نن ورځ د مبارزې ده، چې د تعصب پر مخ لاړې تو کړو او د خپل منزل په لوري محکم قدمونه واخلو.

مجيد ژړاند د لوی افغانستان تحريک د سیمه ايزو اړيکو مسوول

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *