د قابلګۍ د زده کړو د پیل په مناسبت د دغه ولایت د مېلمستون په تالار کې غونډه ترتیب شوې وه چې د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت، د یونیسیف دفتر استازي بسم الله عنایت، د ولایتي شورا مرستیال، د عامې روغتیا او یو شمیر نورو ادارو رئیسانو، مخورو مشرانو او د قابلګۍ د زده کړو اویا تنو نجونو پکې برخه لرله.
د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وویل: پکتیکا اوس پخوانۍ پکتیکا نه ده پکتیکا اوس هره ورځ نوی رنګ راوړي.
ښاغلي وحدت وویل: هغه څوک بې غیرته نه دي چې په خپلو لوڼو او خوندو زده کړې کوي بلکې زده کړې په هر نارینه او ښځینه فرض دي.
وحدت وویل: دغه نجونې په له دیني، کلتوري او اړینو طبي زده کړو څخه وروسته په هغو لرو پرتو سیمو کې د مور او نويو زیږیدونکيو ماشومانو د خدمت جوګه شي چې هغلته روغتیا یي خدمات په کمه کچه ترسترګو کیږي.
نوموړي د یونیسیف له نړیوالې موسسې څخه مننه وکړه چې په پکتیکا کې یې په بېلا بېلو برخو کې د پام وړ خدمتونه ترسره کړي او له دوی څخه یې د روغتیا او پوهنې په برخو کې د لازیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
د یونیسیف موسسې استازي بسم الله عنایت وویل: د یونیسیف موسسه د مور او ماشوم د ماموریت مرکز دی.
عنایت وایي موږ تل هڅه کو چې د ماشومانو د سمې روزنې تر څنګ هغوی ته د روغتیا او پوهنې په برخو کې لازمې اسانتیاوي برابرې کړو.
د قابلګۍ د زده کړو مسؤلې اغلې ډاکټر صیب روګل وردګ وویل: په پکتیکا کې کلونه وړاندي هیڅ قابله نه وه خو اوس د دغه ولایت د ولسونو او یونیسیف نړیوالې موسسې په همکاریو سلګونه نجونې فارغې او لسګونه نورې یې د قابلګۍ په زده کړو بوختې دي.
اغلې روګل وردګ وایي: چې د دغو قابلګیو لپاره یې د ادا موسسې په مرسته پوره چمتوالی نیولی او د دوی لپاره یې د تدریس او په لیله کې د اوسېدو ټول اړین توکي برابر کړي دي.
وروسته د ولایتي شورا مرستیال او د دغه ولایت مخورو په خپلو خبرو کې له ډاکټرانو او ټولو همکارو موسساتو څخه مننه وکړه چې دوی تل خپلې هڅې کړې دي.
دوی وویل: د نجونو د ظرفیت لا لوړونې په پار دي نجونو ته د نظري زده کړو ترڅنګ عملي زده کړې هم وکړي او درغه راز یې له همکارو موسساتو څخه د داډول د لازیاتو پروګرامونو د جوړېدو غوښتنه وکړه.
یاده دي وي چې په پای کې د یونیسیف موسسې مسؤلین په ډالیو ونازول شول او د قابلګۍ زده کړو زده کوونکېو ته د سر پړوني ورپه سر وشول.
پکتیکا ولایت رسنیز دفتر