سریزه | 

د خدای په اړه اعتقاد او تصور په یو ډول نه یو ډول د هر دین په اساس او بنیاد کې له شک پرته شتون لري. معنا دا چې هر څوک پر داسې عامل یا عواملو باندې باور لري، چې د هغوی له نظره په خلقت کې اغېزناک او د کایناتي نظام جوړولو او درولو ذمه وار وي او د دې قدرت ورسره وي چې خلک یې اطاعت او عبادت ته غاړه کېږدي.

د دې لپاره چې د بحث مفهوم لږ څه روښانه شي، نو هغه داسېده چې د نړۍ ټول مسلمانان د کایناتو خالق او د دغه ستر نظام د اداره کولو څښتن الله تعالی بولي، عبادت او بندګي یوازې اللهج ته کوي او پر دې پوره باور لري چې د خیر او شر پېښېدل یوازې د واحد ذات (اللهج) له لوري دي.

په نورو ادیانو کې هم انسانانو خپله بندګي منلې ده، خو دغه بندګي بیا د معبود په اړه توپیر لري، یوازې مسلمانان او د اسماني ادیانو پلویان دي، چې د واحد او بلاکیف ذات (اللهج) خدايي مني، په نورو ادیانو کې څوک د بتانو، څوک د اور، څوک د څه شي او څوک د څه شي خدايي مني او عبادت یې کوي.

ښه ده چې خپله سریزه رالنډه کړم او د موضوع پر اصل وغږیږو، چې په هندو مذهب کې د خدای په اړه تصور څه دی او د هغوی عقیده پر کومو اساساتو ولاړه ده؟

خو مخکې له دې نه چې لوستونکي د دغو پوښتنو ځوابونه پیدا کړي، باید په عمومي ډول د هندوییزم په اړه بحث پیل کړو، چې هم به مو د بحث ترتیب رعایت کړی وي او هم مو لوستونکو ته د کافي معلوماتو ورکولو لپاره خپل کار اسانه کړی وي.

هندو دین

هندو دین د نړۍ له لرغونو او پخوانیو ادیانو څخه دی، چې اوس مهال له ۹۰۵ میلیونو څخه زیات هندوان یې په هند او نیپال کې پلویان دي او که له دې ډلې نورې متأثره ډلې او عقاید هم پر دغه شمېر ورزیات کړو، نو بیا ویلی شو چې په نړۍ کې له اسلام او عیسویت نه وروسته دریم لوی دین دی.

په هندوییزم کې تر ټولو ستر هدف د ژوند حقیقت ته لاسرسی دی. یعنې اصلي موخه یې دا ده چې هر هندو باید مطلق حقیقت ته چې برهمن نومیږي ورسیږي او دا حقیقتهغه ابدي روح تهوايي، چې له هر ډول علت او معلول نه جلا او له زمان او مکان څخه غوره او لوړ دی.

په هندو دین کې ټول هنري، علمي، کلتوري، سیاسي او ټولنیز کارونه بریا ته د رسېدا لپاره لارې چارې دي، چې له همدغه امله یو کامل هندو خپل کارونه په پاک نیت، اخلاص او سمه توګه ترسره کوي.

د هندو کلمه د دعا په معنا ده او په سانسکریټ کې موزون او آهنګین ترکیب ته ویل کیږي. برهمن دعا کوونکي ته هم ویل کیږي، نو پر همدغه اساس پخوا به هندو دین برهمايي دین بلل کېد او برهما به یې د ټولو هندوانو خدای باله. هندوییزم د انیمیزم بشپړه شوې بڼه ده او له همدې امله اصلي پېژندل شوی بنسټ ایښودونکی نه لري.

د هندوییزم د اصلي اخلاقو پایه پر پاکوالي، نفس ساتنې، ازادي، رښتینولي او بې ازارۍ باندې ولاړه ده. ډېر کسان دا تصور کوي چې په هندوییزم کې ریاضت شتون لري، خو داسې نه ده؛ هندوییزم د زهد او ریاضت پلوي نه کوياو نه هم په دې مساله باندې ټینګار لري چې پلویان یې باید نفساني امیال(غوښتنې) له منځه یوسي.

دا نظریه او فکر د جین Jain او بودا Buddha مذهبونو کې ارزښت لري، خو هندوییزم د هغو پر عکس خپل پلویان واده کولو او د کورنۍ جوړولو ته رابولي؛ چې د برهمني یو پړاو په واده باندې پوره کیږي.

بالاخره هندوییزم دا خبره کوي چې بشر نه خبر دی او نه هم پر دې پوهیږي چې مطلق ذات خپل روح په څه ډول په مخلوقاتو کې اچولی دی؟ د نړۍ پیل او پای په وخت کې پټ دی او وخت د ازل او ابد تر منځ یو پُل دی؛ دا چې انسان د  وخت یعنې زمان او مکان په ولکه کې دی، نو د ازل او ابد په اړه د زیات پوهېدو توان نلري.

د هندوانوخدایان

په حقیقت کې د هندوانو پوه او لوستي خلک پر دې باورمن دي، چې د دوی خدایان (بتان) د واحد خدای بېلابېل مظاهر دي، خو د دوی بېوزله او وروسته پاتې خلک چې د نفوس زیاته برخه یې جوړوي، لا هم مادي مظهر ته پابند دي او مستقیمه عقیده ورباندې لري، نو له همدې امله یې پر شاوخوا محیط او راتلونکي نسل باندې اغېز غورځولی دی.

د دوی د دغې عقیدې په اړه په رېګ ویدا کتاب کې راغلي دي: (پر هر ثابت او ټوپ وهونکي او هر هغه څه چې روانیږي او هر هغه څه چې الوزي او پر ټولو رنګارنګ مخلوقاتو باندې یوازې یو خدای واکمني کوي).

دا چې په بحث کې اوس د دوی د خدایانو موضوع مطرح ده، نو ښه دا ده چې په سر کې د دوی د درې ګونو خدایانو په اړه خبره راواخلو.

هندوان لکه د عیسوایانو په شان پر یو داسې تثلیث باندې عقیده او باور لري، چې دوی ورته (تري مورتي) وايي او په دغه تري مورتي کې (برهما، ویشنو او شیوا) خدایان شامل دي.

که څه هم د هندوییزم پلویان زیات خدایان مني، چې له هغو نه به هم ځینو مشهورو باندې رڼا واچول شي، خو لمړی د دغه تثلیث (تري مورتي) په اړه وضاحت مهم بولم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *