تاند- د امریکا متحدو ایالتونو له پاکستان څخه خپلې هغه ۵ څرخکې یا هیلي کوپترونه بېرته واخیستل چې دغه هیواد ته یې له افغانستان سره د خپلې پولې د څارلو لپاره ورکړي وو.
امریکا په ۲۰۰۲ م کال پاکستان ته ۹ هیلي کوپترونه ورکړل چې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د وسله والو یاغیانو تګ راتګ او فعالیتونه وڅاري.
امریکا په پیل کې فکر کاوه چې پاکستان یې متحد دی او سختدریځي د خپل هیواد لپاره هم تهدید ګڼي.
د روانې میاشتې (اکتوبر) په پنځلسمه پاکستان د امریکا په غوښتنه ۴ څرخکې بېرته امریکا ته وسپارلې.
پاکستان ټوډې ورځپاڼې د باوري سرچینو په قول راپور ورکړ چې د امریکا پاتې ۵ څرخکې د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې په یوه ترانسپورتي الوتکه کې بار شوې او تمه ده چې نن /سې شنبه/ سهار امریکا ته ورسېږي.
له دغو الوتکو څخه د پاکستان د کورنیو چارو وزارت هوايي څانګې کار اخیست.
پاکستان وايي چې له دغو څرخکو څخه یې د بلوچستان د خپلواکي غوښتونکو او همداراز د مخدرو موادو د قاچاقبرو خلاف هم کار اخیستی دی.
پاکستان ټوډې ورځپاڼه د خپل هیواد د امنیتي چارواکو په قول وايي چې امریکا ته د دغو څرخکو بېرته سپارل به پر تروریستي ضد فعالیتونو په ځانګړي ډول د افغانستان – پاکستان په پوله کې بد اغېز وکړي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې اوس یوازې درې (Cessna) الوتکې ورته پاتې دي چې د امریکايي څرخکو په شان اغېزمنې نه دي.