تاند د ترکیې هوايي شرکت (ترکیش اییرلاینز) موافقه کړې چې د افغانستان د غالیو د صادراتو له زیاتېدو سره د مرستې لپاره به افغاني غالۍ په ارزانه کرایه بهر ته یوسي.
ترکیش اییرلاینز دا موافقه په روان اکتوبر کې د افغاني غالیو د تولیدوونکو او صادروونکو له اتحادیې (ټولنې) سره کړې ده.
دغه هوايي شرکت ویلي چې افغاني غالۍ به د نړۍ ۳۰۰ ښارونو ته په ۵۰ سلنه تخفیف ورسوي.
له دې موافقې سره سم به اروپايي هیوادونو ته د هر کیلو پر سر دوه نیم ډالره کرایه اخیستل کېږي او غالۍ به په درو ورځو کې منزل ته رسول کېږل.
حاضردمه تر ټولو نژدې مارکیټ دوبۍ ته د هوا له لارې په هرکیلو غالۍ ۲ ډالره کرایه اخیستل کېږي.
د ترکیش اییرلاینز د نړیوال کارګو (بار) ريیس جمال مرادیان وايي، د دې تخفیف هدف دا دی چې د افغان سوداګرو او د بهرنیو کمپنیو ترمنځ مستقیم تماس پیدا شي او په دې توګه د دوی غالۍ په خپل وخت بازار ته ورسېږي.