ج. مهرووال

دا پنځلس کاله د افغان وینه تویېږي، ښوونځي یې سوځل کېږي، کدرونه ترور کېږي، په فاتحه، جنازه، جومات، هدیره، د لوبو پر میدان او د اختر په لمونځونو یې ځانمرګې بریدونه کېږي، تاسې د دغه اسلامیت او افغانیت د ټېکه دارانو او یا د دوی له رسنیو لخوا پر پنجاپیانو او یا د هغوی په مزدورانو یوه تبصره را وښایاست.

پاتې شوه ولسي جرګه

تر ټولو د حیرانتیا وړ خبر دا ده چې ولې دا تېر څلور کاله دا د الیکترونیکي تذکرې مسئله په همدغه وخت راپورته کېږي……

دا څنګه د ولس استازی دی، چې د وینې غم یې نشته، د سرتېري غم یې نشته، د یووالي غم یې نشته، د پوهنې غم یې نشته، د کلتور او درنښت غم یې نشته او نن یې د ملت د خیر لپاره د هغه قانون په وړاندې د رد ځواب ورکړ چې ملیونونه ډالر یې دولت په تدارکاتو لګولي.

بې وجدانه ولس به سبا یوې ډلې ته رایې ورکوي او بلې ډلې سره به لاریون کوي، قسم په الله ج درته کوم چې د همدې ولسي جرګې غړي او همدغه د افغانیت ټیکه داران غیر له شخصي ګټو د بل هېڅ شي په اړه فکر نه کوي په ورځ کې څو ځله د پاکستان پر سفارت وځي ننوځي.

افغان ولس باید نور ویښ شي او خپلې ستونزې په بنسټيز ډول حل کړي، تر څو مو چې له خپل لستوڼي دښمن نه وي ایستلی او کلیو بانډو کې مو ارامي نه وي راغلې نه به غښتلي شو او نه به له خپل ملي هویت څخه دفاع وکړی شو.

په آخر کې باید ووایم ټالب، جنګسالار، جاسوس او متعصب څلور واړه د اسلامیت او افغانیت دښمنان دي چې په وړاندې یې رښتینې او کلکې مبارزې ته اړتیا ده.

ج. مهرووال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *