که څه هم له ډیر پخوا څخه د پنجاب حکومت غوښتل چې د ډیورنډ پر غير رسمي کرښه اغزن تار وغځوي خو تل به د عامو خلکو له مخالفت سره مخامخ کیده او دا مخالفت به د دواړو غاړو پښتنو کاوه. خو دا ځل خبره جدا ده، نه د کابل او کندهار پښتانه څه وایي او نه هم د پښور او کوټې. د دواړو غاړو پښتانه باید د سر و مال تاوانونه په ځان ومني، که په رښتیا غواړي چې دا غیر رسمي کرښه په رسمي سرحد بدله نشي.
د افغانستان په ملي شورا کې په لسګونه پښتانه ناست دي، خو یوه یې هم دا چیغه پورته نکړه چې ولې زمونږ په یوه بدن او یوه وجود باندې اغزن تار غځول کیږي؟ ولې یو وکیل صیب دا نه وایي چې زموږ وینه یوه ده، زموږ ژبه یوه ده، زموږ کلتور یو دی، زموږ تاریخ یو دی او زموږ خاوره یوه ده او موږ دا تار نه منو؟ ولې یوه غیر رسمي کرښه د رسمي سرحد په توګه منل کیږي؟. داځل که تاوان دی نو د ملت دی او دا ملت څوک لري چې د حق پوښتنه یې وکړي؟ ولې هغه نور افغانان غلي دي چې تل به یې د لر او بر نارې وهلې؟
هغه ټول والیان هم چوپه خوله ناست دي چې ولایتونه یې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پراته دي. نه پوهيږو چې دوی ته دا موضوع څه اهمیت نلري او که ISI ورته په جیبونو کې کلدارې اچولي دي؟ د دې ولایتونو والیان حتمآ له پورته ذکر شویو حالتو څخه له یوه څخه خارج نه دي او په هر حالت کې چې وي، دا د خپلې خاورې او ملت سره جفا ده.
ملتپال ځوانان که د نړۍ په هر ګوټ کې وي(امریکا، بریتانیا، جرمني، هالنډ…. او استرالیا)کې باید خپلې مټې راونغاړي او له هغو افغان ځوانانو سره د خپل وس مطابق مالي مرسته وکړي چې هره ورځ دا ناولی تار په خوست، جلال اباد، پکتيکا او د کند هار په سرحدي سیمو کې په بیاتي (قیچي) پرې کوي. د دې ملت یوازې او یوازې خپلو ځوانانو ته سترګې دي. ځینې ځوانان باید مالي قربانۍ ورکړي او ځينې ځاني. دا وطن زموږ د ټولو دی او پر موږ تولو باندې حق لري.
دا اغزن تار چې یوځل د ډيورنډ پرفرضي کرښه باندې تیر شو، دا نو بیا رسمي سرحد شو. یو دوست به د بل دوست لیدو ته نشي ورتلی، یو خپلوان به د بل خپلوان لیدو ته نشي ورتللی او که ورځي هم ډیر په سخته به ورځي. دا زموږ د زرهاوو کالونو وروروالي به ورکه شي. دا وروڼه او قومونه به بیا تر ابده پورې سره جدا وي. ځکه چې نن خو مونږ دا حق لرو چې ووایو چې پښتانه خو انګریزانو په زور له یو بل څخه جدا کړي وو او دا کرغیړنه کرښه یې په زور راباندې منلي ده، خو که دا اغزن تار یې زمونږ په منځ کې واچولو او موږ همداسې غلي پاتې شو، بیا به مونږ دا حق هم د لاسه ورکړو چې ووایو چې دا کرښه پر مونږ پر زور منل شوې وه. او نن که مونږ له خپله حقه تیر شو، نو مطلب دا چې مونږ له هرڅه تیریدی شو او له خپل حق څخه تیریدل د بېغیرتو کار وي نه د پښتنو زلمو.
هسې خو.مونږ هر وخت دا نارې وهو ” چې پاتې یو افغان وي تل به دا افغانستان وي” . خو کله چې خبره د عمل او قربانۍ شي بیا نو مونږ یو هم نه پیدا کیږو. راځئ له خپل خدای راکړي حق څخه دفاع وکړو، پنجابيان هماغه پنجابيان دي کومو چې له لوی احمد شاه بابا سره جنګونه کول، راځئ مونږ او تاسو هم پنجابيانو ته دا په اسبات ورسوو چې مونږ هم د هماغه لوی احمد شاه بابا لمسي یوو او خپله خاوره ساتلی شوو. راځئ د خپلې مرزۍ کار وکړو او د تل په څیر دا ځل هم خپل حق وغواړو.
اصل کی دا موضوع د ملتونو په ارادی او همت پوری تړلی ده ، که ملتونه وغواړی د برلین رسمی کرښه او ورسره فولادی دیوال هم نړولی شی