تاند- د سولې د عالي شورا ريیس کریم خلیلي د اسلامي حزب له مشر ګلبدین حکمتیار څخه وغوښتل چې له خپل سیاسي نفوذ څخه په استفادې د سولې له بهیر سره همکاري وکړي.
کریم خلیلي او د سولې د عالي شورا یو شمېر نورو غړیو له حکمتیار سره په کتنه کې په هیواد کې د سولې لپاره د اقداماتو د تېزېدو په هدف د جهادي ګوندونو د یوه ګډ کنفرانس د جوړېدو اعلان هم وکړ، ویې ویل چې په دغه کنفرانس کې به د هېواد لوی جهادي ګوندونه د سولې لپاره پر عملي طرحو، لارو چارو او یو شمېر نورو مسائلو د بحث تر څنګ عملي ژمنې هم وکړي.
په دې کتنه کې، چې د حکمتیار په هستوګنځي کې وشوه، د سولې د عالي شورا د دارالانشأ مشر محمد اکرم خپلواک، د شورا مرستیال حاجي دین محمد ارسلا، د شورا مرستیال مولوي عطاءالرحمن سلیم، قاضي محمد امین وقاد او یو شمېر نور غړي هم حاضر ول.
حکمتیار وویل د سولې او پحلاینې لپاره د هرې هڅې ملاتړ ته تیار دی ځکه چې ولس له جګړې ستړی شوی او هر افغان د سولې ارمانجن دی.
حکمتیار همداراز وویل چې ده سولې ته خپله ژمنه په عمل کې ثابته کړې او په وړ وخت کې یې سوله وکړه چې پرې ویاړي.
ده همداراز وویل« موږ د خپلو اړیکو او ولسي ځواک له مخې وینو چې د دولت د وسله والو مخالفینو ډېره برخه سوله غواړي، روانه جګړه پردۍ او د هېواد په زیان بولي او یوه ځواکمن تعهد ته انتظار دي، خو څرنګه چې په مخالفینو کې داسې کړۍ شته چې له جګړې تغذیه کېږي او خپلې شومې ګټې په جګړه او ناامنۍ کې لټوي همداسې د دولت په اړخ کې هم داسې کړۍ شته چې د سولې مخالفت کوي، په جګړه کې یې ناولې او ناروا ګټې خوندي دي.»
د اسلامي حزب مشر په عین حال کې د عدالت پلې کېدا د سولې لپاره لازمي وبلله « موږ ډاډ درکوو چې که عدالت او پوره ژمنتیا موجوده وي جګړه ختمېږي او سوله راځي.»
د حکمتیار او د سولې د عالي شورا د مشرانو په کتنه کې د اسلامي حزب د سولې د اجرايي کمیسیون مشر قاضي محمد حکیم حکیم ګیله وکړه چې له اسلامي حزب سره د سولې د موافقې په چوکاټ کې ځینې ژمنې عملي شوي نه دي.