تاند- د بلوچستان د ازادي غوښتونکي ملي غورځنګ او د بلوڅو محصلنو ټولنې ویلي چې پاکستاني پوځیانو د یوه بلوڅ ازادي غوښتونکي مشر ډاکتر الله نذر بلوچ مېرمن او ماشومان نیولي او په اړه یې هیڅ راز معلومات چا ته نه ورکوي.
د بلوچستان بېلتون غوښتونکي او د بشري حقونو ډلې وايي، د پاکستان پوځ او پوځي استخباراتو تر دې پخوا هم په ځلونو د بلوچستان د خپلواکي غوښتونکو د کورنیو غړي نیولي، بې محاکمې وژلي او د بدن غړي یې ورټوټه کړي دي.
د بلوچستان د ملي غورځنګ ویندوی کچکول علي وايي، د الله نذر بلوچ مېرمن او درې ماشومان او د دوی د کورنۍ ۳ نورې ښځې په کوټه کې نیول شوي او نامعلوم لوري ته بېول شوي دي.
ده همداراز وویل چې د نذربلوچ مېرمن څو کاله پخوا د بلوچستان په (اواران) سیمه کې ټپي شوې وه او په وروستیو کلونو کې په کوټه کې اوسېده.
د بلوچستان د ملي غورځنګ ګوند ویاند له ملګروملتو او د بشري حقونو له ادارو په کلکه وغوښتل چې د نذر بلوچ د کورنۍ د غړیو د موندلو لپاره د پاکستان پر حکومت فشار راوړي.
پاکستاني چارواکو د درو ښځو پر نیولو اعتراف کړی خو د هغو د هویت په اړه یې له څه ویلو ډډه کړې ده.
د بلوچستان د ایالتي حکومت ویندوی انوارکاکړ ویلي چې درې ښځې د افغانستان پولې ته څېرمه په چمن ښار کې نیول شوي دي.