د (Martin Luther) په وياړ سه شنبه، د ۲۰۱۷ كال ۳۱ په جرمني كې عامه رخصتي
ډاكټر اكرم ملكزى ـ جرمي ||
د (1483) كال د نوامبر د مياشتې په (10) په جرمني كې يو ماشوم وزېږېد چې نوم يې (Martin Luther) و.
د ښوونځي د پای ته رسولو نه وروسته (Martin Luther) لومړى د (اوه ازادو هنرونو) تحصيل وكړو او ورپسې يې د حقوقو پوهنځی ولوست. د خپلې ځوانۍ په عمر كې يوه ورځ (Martin Luther) په يوځاى كې و چې ناببره له حده ډېره تالنده او برېښنا پېل شوه او دم په دم به دده څنګ ته پرېښنا لګېدله. په دغه ساعت كې چې ده هره شېبه خپل مرګ په سترګو ليدو، د دې برېښنا نه د ژغورل كېدلو لپاره ده دعا وكړله او له ځانه سره پرېكړه وكړه چې كه له دې تالندې او برېښنا به بچ شو، نو دى به يو مطلق زاهد شي (د زاهد نه مطلب دا چې دى به ټول عمر تورې جامې اغوندي، جنسي اړيكو نه به پاك وي، په ژوند كې به واده نكوي او ټول ژوند به يې په تقوى او پرهېزګارۍ تېريږي). دې شان زاهد ته په جرمني ژبه كې (Mönch) وايي.

نو كله چې دى د دې تالندې او برېښنا نه بچ پاتې شو، نو لومړى ده د عيسوي مذهب تحصيل وكړو او په دې څانګه كې يې خپله دوكتورا واخيستله. همدا شان د خپلې ژمنې سره سم دى زاهد شو او د عيسوي مذهب لپاره به يې تبليغ كوو او عيسوي لمونځ به يې وركولو. په هغه وخت كې عيسوي مذهب تش يو مذهب و چې هغه (كاتوليك) مذهب و.
په (1517) كال كې د كليسا مشرتابې د ايټاليې په روم كې د يوې ډېرې سترې كليسا د جوړلو تكل وكړو چې د دې كليسا نوم دى (Petersdom) .
دې ته Sancti Petri in Vaticanoاو هم
BASILICA SANCTI PETRI وايي.
د (Petersdoms) كليسا لپاره خورا ډېرې پيسې پكارې وې. د پيسو د راغونډولو لپاره كليسا يوه لار غوره كړه چې ډېرو خلكو پرې باور درلودو او په دې لاره هم تلل. هغه لار دا وه:
د پيسو په بدل كې د ګناه بښل كېدل
هرڅومره ډېرې پيسې چې يو څوك كليسا ته وركوي، هومره ډېرې ګناهګانې يې له مرګ نه وروسته ورته وربښل كيږي. له بلې خوا نه د پيسو په بدل كې په هغه اور كې د تمېدلو موده كميږي چې د يو چا ګناه پكې پاكيږي.

هرچا چې كليسا ته به پيسې وركړې، نو ورته به د كليسا له خوا له ګناه نه د پاكېدلو برى ليك يا سرټېفيكېټ (certificate) وركول كېدو، چې دې بري ليك ته په جرمني ژبه كې (Ablassbrief) او له ګناه نه د پاكولو اور ته (Fegefeuer) وايي.
كله چې (Martin Luther)د پيسو په بدل كې له ګناه نه د پاكېدلو له كمپاين نه خبر شو، نو نه يوازې دا چې هغه دا كار ونه منو، بلكې د (1517) كال د اكتوبر د مياشتې په (31) هغه د دې كار په وړاندې پاڅون وكړو. ده خپلو خلكو ته پخپلې مورنۍ ژبې دا دلايل وړاندې كړل:
يوه ګناه هېڅكله په پيسو نه پاكيږي. د يو چا ګناه تش د هغه د پاك ايمان په اسا س بښل كيږي
نو په دې ډول (Martin Luther) د دې پلان په ضد (۹۵) دلايل د كاغذ په يوه پاڼه وليكل او دا پاڼه يې د كليسا په دېوال ونښلوله. له مركزي كليسا او له (پاپ) نه ده هيله وكړه چې له دې لارې نه دې سمې لارې ته بېرته راوګرځي. كليسا نه يوازې د ده خبره ونه منله بلكې د ده د نيولو او د وژلو امر يې وكړو.
د دې دپاره چې دا موضوع ډېره اوږده نشي، نو په دغه ځاى كې به يې زه لڼده كړم.
په دې نېټه: (كال ۱۵۱۷) مايشت (اكتوبر) ورځ (۳۱) (Martin Luther) د كاتوليك مذهب په ضد اعتصاب پيل وكړو چې اعتصاب ته په جرمني او لاتيني ژبه كې (Protest) وايي. په دې ډول د اعتصاب كوونكو شمېره ورځ په ورځ په ډېرېدو شوه چې له دې نه يوه بالكل بله مذهبي ډله جوړه شوه چې اوس ورته پروتستانت (Protestant) وايي، يعنې (اعتصاب كوونكي). په ټوله نړۍ كې اوس څه ناڅه درې سوه اويا (۳۷۰) ميليونه پروتستانتان (Protestant) ژوند كوي.
د (Martin Luther) د بې سارې بريا يو څو علتونه:
په پنځلسمه پېړۍ كې په اروپا كې نه يوازې د عيسوي مذهب تدريس تش په لاتيني ژبه كېدو، بلكې هغه وخت ټول علم په لاتيني ژبه و. د اروپا په ټولو هېوادو كې د ټولو پوهنتونونه ژبه لاتيني وه، علمي او مذهبي كتابونه ټول په لاتيني ژبه وو، انجيل په لاتيني ژبه و. عام ولس نه انجيل لوستلى شو او نه پرې پوهېدلى شو. نو كله چې (Martin Luther)د كاتوليكانو نه بېل شو، نو هغه خپلې ليكنې د خپل ولس په ژبه پېل كړې، انجيل يې په جرمني ژبه وژباړو. په كليساګانو كې يې د لاتيني ژبې په ځاى په جرمني ژبه خبرې وكړې. له لاتيني نه جرمني ژبې ته د انجيل ژباړل كوم اسان كار ندى. په دې برخه كې د جرمني ژبې ټولنه داسې ليكي.
كه چېرته د جرمني هېواد د جرمني ژبې ټول استادان په ګډه جرمني ژبې ته خدمت وكړي، نو دا به دومره ډېر خدمت نه وي نسبت هغه خدمت ته چې (Martin Luther) كړى دى.
خپل ولس ته د (Martin Luther) د بې ساري خدمت په وجه دا كال په جرمني كې د (Martin Luther) كال په نامه ياد شويدى . هغه ورځ، چې د كاتوليك مذهب په ضد د اصلاحاتو پاڅون پېل شو، هغه د (۱۵۱۷) كال د (اكتوبر) مياشت او (۳۱) ورځ وه. دې پاڅون ته په جرمني او لاتيني ژبه (Reformation) وايي. له هغې ورځې راهيسي نن (۵۰۰) كاله تېر شول. نو ځكه دا ورځ، يعنې (۲۰۱۷) كال، د (اكتوبر) مياشت (۳۱) ورځ په ټول جرمني كې د (Martin Luther) په وياړ عمومي رخصتي ده. دا رخصتي په هغو ولايتونو كې هم ده چې اكثريت يې كاتوليك مذهبه دي.
د دې وروستۍ ادعا منبع:
Verein Deutsche Sprache e.V. (www. Vds-ev,de)
Sprachnachrichten, Nr. 74 (II/2017)