لیکوال: ډاکتر راغب سرجاني   

د حزب الله شیعه ډلې رېښې: 

هغه څه چې په دې وروستیو کلونو کې یې ډېر مسلمانان حیران کړي د لبنان حزب الله او مشر یې حسن نصر الله دی، داسې چې امریکايي نیوزویک مجلې حسن نصرالله د اسلامي نړۍ تر ټولو کاریزماتیک او مؤثر شخصیت معرفي کړی.

علماء او د فکر خاوندان د حزب الله او د دې ډلې مشر د څېړنې او پېژندنې په اړه شدید او متناقض اختلاف لري، له یوې خوا ځینې په وازکومي ترې دفاع کوي تر دې چې حسن نصرالله یې د مسلمانانو خلیفه ګڼلی او ځینې نور بیا د هغه کړنې په سختو ټکو غندي او حتی له اسلام څخه وتلی یې بولي، په دې هکله د مختلفو او متناقضو نظرونو شاهدان یو.

حسن نصرالله

خو رښتیا د دې حزب او مشر حقیقت څه دی؟ آیا له موږ سره ښايي چې د حزب الله د لاسته راوړنو په اړه په تعجب کې شو؟ آیا دا مناسبه ده چې ترې نمونه او قدوه جوړه کړو او په ساتلو کې یې کوښښ وکړو، یا دا چې باید خلک یې له خطره خبر کړو؟ آیا دا سم دریځ دی چې د ډېرو مسلمانانو په څېر سکوت وکړو او ووایو: په دې شرائطو کې د داسې یوې پاڼې پرانیستلو ته څه اړتیا ده؟ یا دا چې په اوسنیو شرائطو کې سکوت هېڅ ګټه نلري، ځکه چې پېښې او بدلونونه په ډېر سرعت د تېرېدو په حال کې دي، ننګونې او ستونزې په پرلپسې توګه د لویېدو په حال کې دي او څرنګه چې ټول پوهېږئ (د حق نه ویونکی، ګونګی شیطان دی).

زموږ تګلاره دا ده چې د یوې پدیدې د سمې پېژندنې لپاره یې رېښې مومو او د قصې پیل ته ورګرځو. باید په دې پوه شو چې دا حزب څرنګه او په څه ډول شرائطو کې جوړ شو، همدارنګه باید د دې حزب د مؤسسانو په قصو او د دوی د عقیدې، فکر، هیلو، اهداف او وسائلو په اړه هم پوره معلومات ترلاسه کړو.

په دې ډول ډېر مبهم او ناښکاره مسائل واضح کېږي او موږ به وتوانېږو خپل عواطف او احساسات د عقل تابع کړو ځکه تل عقل یوه خبره کوي او عواطف بله.

حزب الله څرنګه تأسیس شو؟

دغه ګوند په لبنان کې وزېږېد؛ لبنان د نړۍ له ټولو هېوادونو یو متفاوت او عجیب طائفه اي هېواد دی، داسې چې په لبنان کې ۱۸ طائفې ژوند کوي او شاید د لبنان غرنی طبیعت د دې سبب شوی چې د نورو مذهبونو او دینونو منونکي چې د خپلو حکومتونو مخالف ول، دې لوري ته مخه کړي، له همدې ځایه ده چې نصاری (مسیحیان) له خپلو مختلفو طائفو او شیعه ګان او دُرزیان او نورې طائفې په دې هېواد کې مېشت او ژوند کوي.

د لبنانیانو د خپل وېش په اساس درې هغه سترې طائفې چې په لبنان کې اوسي عبارت دي له؛ اهل سنت مسلمانانو، دوولس امامي شیعه طائفه او ماروني مسیحیان. له دوی وروسته په دوهم قطار کې دُرزیان دي چې په سرشمېرنه کې د مسلمانانو په حساب کې نیول کېږي خو په اصل کې مسلمانان نه دي.

نور بیا…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *