نجیب الله علیزی

نجیب الله علیزی |

په بین المللي سیاست کې د ریالستي تیورۍ له نظره هرکله چي د دولتونو بقاء او امنیت ترسوال او تهدید لاندي راشي هغه هېواد د ځان د دفاع په منظور متوجه خطرته جدی عکس العمل ښيي. مثلا: کله چي په 2014 م کال کې د نورستان په کامدیش ولسوالۍ کې د لومړی ځل لپاره د داعش حضور تثبیت شو روسیې، ایران، چین او د منځنۍ اسیا هېوادونو د افغانستان له ادرسه خطر محسوس کړي، د روسیې د ولسمشرخاص استازئ (ضمیرکابلوف) په کابل کې د جولای په میاشت کې وویل که افغان دولت او په افغانستان کې میشت د ناټو قوتونه د داعش په وړاندي بې تفاوته پاته شي دوی به په نظامي اقدام لاس پوري کړي، د یادولو وړ ده کله چي په سوریه کې د روسیې ګټې په کې خطر کې ولویدلې عملا یې د بشرالاسد د حکومت پر مخالفانو باندي بمبارونه وکړل او د امریکا قدرت یې چلینج کړي.

په اصل کې نړۍوال نظام و ځنګله ته ورته دئ تل زورور حاکم او کمزوری محکوم وي. د نړۍوال سیاست او کورني سیاست ترمنځ فرق موجود دئ، ځکه د یو هېواد په کورني سیاست کې حکومت، قانون، قضاء او اجرایوي ضمانتونه موجود دئ که چا په یوه هېواد کې کورنی نظم اخلال کړي پولیس یې فورا د قانون منګولو ته سپاري خو په نړۍوال سیاست کې که دوه هېوادونه یو له بل سره جګړه وکړي ایا تر دوی بل مافوق قوت شته چي په زور یې قضاء او محکمې ته حاضر کړای شي، ځواب به مو منفي وي، په همدې خاطر هر دولت مجبوره دي چي د ځان مرسته (Self-help) پخپله وکړي.

لهذا روسیه فکر کوي چي په افغانستان کې د داعش د سنګرونو د جوړولو هدف د منځني اسیا د ناکرارولو معنا لري. په (2001) م کال کې روسیه او د سیمې هېوادونه له امریکا سره د طالبانو د پرزولو همنظره وه، خو اوس چي د داعش په نامه نوې پدیده منځ ته راغله په افغانستان کې نړۍوال سیاست تغیر وکړ، ځکه روسیه او د منطقي هېوادونه مجبوره شول چي د ځان د بقاء لپاره د طالبانو سره اړیکې ټینګي کړي په دې خاطر چي د طالبانو، روسیې او ایران دښمن چي داعش دئ مشترک شو. د ملي وحدت د حکومت په راتګ سره ولسمشرغني کوښښ وکړ چي یوه منطقوي اجماع جوړه کړي په همدې سبب یې ښاغلي حنیف اتمر روسیې ته ولیږه، اما روسانو د افغان حکومت پر ځای له طالبانو سره روابط ټینګ کړل.

دلیل یې دا دئ چي روسان فکر کوي افغان دولت له داعش سره یا د مقابلي توان نه لري یا داعش په افغانستان کې د امریکا پروژه ګڼي. داسی هم کیدلای شی چي روسان طالبان د امریکا په وړاندي د فشار دیوې الې په توګه وکاروي. د ذکر شویو هېوادونو اندیښني هغه وخت لا زیاتي شوې چي د افغانستان په شمال کې د ولسي جرګې ځینو وکیلانو د نابلده هلیکپټرو (الوتکو) د ناستو راپورونه ورکړل، د روان کال د سیپټمبر د میاشتي په لومړۍ هفته کې د پروان والي (انجنیرمحمد عاصم) وویل وکړ چي څو میاشتي مخکي افغان ځواکونو د داعش قومندان (عتیق الله) په یو لړعملیاتو کې ونیوه خو انګلیسي استخباراتو د افغانستان د ملي امنیت د ادارې د منګولو څخه خوشي کړ. (ویسا اخبار:3016 مه ګڼه)

په بین المللي سیاست کې دولتونه اړېکې د ملي ګټو پراساس قایموي کله چي طالبان پرکابل واکمن شول سعودي عربستان او پاکستان لومړي هېوادونه وه چي ددوې حکومت یې په رسمیت وپیژندې، خو اوس حالاتو تغیر خوړلي حتي سعودي عربستان وایې چي طالبان تروریستان دي.

د (2017) میلادی کال د اګست په میاشت کې دسعودي عربستان مرستیال سفیر(مشاری بن مزعل الحربی) په کابل کې وویل چي طالبان یوه تروریستي ډله ده، (الحربی) وایي چي طالبان دقطره تمویلیږي او دایران څخه مستقیم پروازونه و قطر ته کوي او دقطر ددفتره دنوري نړۍ سره خپل تماسونه ټینګوي. کله چي په امریکا کې دسپټمبرد یولسمي پیښه وشول، پاکستان دامریکا واړېکوته دطالبانو تراړېکوزیات اهمیت ورکړي نوځکه یې د امریکا B- دوه پنځوس ډوله الوتکو ته خپل هوایئ ډګرونه ورخوشي کړل ترڅودطالبانو حکومت نسکور کړي. کله چي امریکا خپله نوې ستراتیژې اعلان کړه ولسمشر ټرمپ په خپلو خبرو کې وویل چي دوی له تروریزم سره د مبارزی لپاره د پاکستان سره کلونه-کلونه مالي مرستي وکړې مګر پاکستان د تروریستانو لپاره ترټولو دامن ځای ثابت شو، پاکستان د ډونالډ ټرمپ خبري رد کړي ویې ویل دا د ((پاکستان دحریم څخه داستفادې پیسي وي، نه د مرستو)). د افغانانو ستونزه دا ده چي ترډیره ایډیالیستان  یو، موږ باید دا زده کړو چي په حقیقت کې نړۍوال سیاست څرنګه عمل کوي، نه دا چي باید څرنګه عمل وکړي. دلته د ریالیستي تیوري هغه اصل چي وایي په نړۍوال سیاست کې قدرت، حاکم دئ نه قانون تر ټولو ښه صدق کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *