د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه ښار د ارشاد حج او اوقافو ریاست په انګړ کې د حج اوقافو وزارت په مالي لګښت جومات جوړ او لمونځ ادا کولو ته تیار شو.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت، د ولایتي شورا وکیلانو، د حج او قافو او یو شمیر نورو ریاستونو رئیسانو برخه لرله.

د پکتیکا والي محمد الیاس د یاد جومات د افتتاح پرمهال وویل: جومات د الله کور دی او د الله کور باید په سم او لوړ کیفیت سره جوړ شي.

ښاغلي وحدت وویل: په پکتیکا کې د دریو نورو د جوړېدو چارې هم روانې دي چې کارونه یې تر ډيره په بشپړېدو دي او درې نور یې بیا ترمیمږي.

وحدت وویل: په یاد ریاست کې د داډول جومات جوړول ځکه اړین و چې په دغه ریاست کې له علماوو سره وخت په وخت ناستې لرې، د حسن قرات او نبوي سیرت سیالۍ ترسره کیږي چې د دغه جومات په جوړېدو سره به د یادو برخو ستونزې هوارې شي.

نوموړي ولس ته ډاډ ورکړ چې په پکتیکا کې به ټولې راونې پرژې څارې تر څو یې چارې په سم او له قرار داد سره په مطابق کیفیت ترسره شي.

د حج او قافو رئیس مولوي ظبط الله د یاد جومات په جوړېدو خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې د دغه جومات د جوړېدو چارې د یوکال په اوږدو کې بشپړې او په یاد مسجید کې شاخوا درې نیم سوه لمونځ کوونکي په یوه وار لمنځونه ادا کولی شي.

ظبط الله وایي دولت جوماتونو ته خاصه پاملرنه کوي او هر کال د خپلو امکاناتو مطابق ورسره همکاري کوي چې په دغه ولایت کې هم د دریو د جوړېدو او دریو نورو د ترمیم چارې روانې دي چې په سم کیفیت سره به جوړ شي.

دی وایي په پکتیکا کې شاوخوا دوه نیم زره جوماتونه شتون لري خو یاد مسجیدونه ورته کاپي نه دي ځکه پکتیکا وال تیت پرک پراته دي.

د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *