هیله من خلک هېڅکله منفي او نهيلې کوونکې خبرې نه کوي. دوی له منفي کليمو کرکه لري او که په خپلو خبرو کې که کله کومه منفي کليمه پر ژبه هم راوړي، هڅه کوي چې د مثبتو کليمو په کارولو سره يې خنثی کړي. د بېلګې په ډول کې له يوې پېښې سره مخ کېږي او وروسته د ستونزې په اړه له نورو سره خبرې کوي، نو وايي چې «نن له يوې عجيبې پېښې سره مخ شوو.» دوی نه وايي چې «نن له يوې بدې پېښې سره مخ شوو.» هيله من خلک که د يوې بدې پېښې په اړه هم خبرې کوي، نو هڅه کوي چې پيل په يوې مثبتې جملې سره وکړي او وروسته موضوع روښانه کوي.
که له ستونزې سره مخ کېږی نو د ستونزې په اړه فکر مه کوئ، بلکې په دې اړه فکر وکړی چې له ستونزې سره ولې مخ شوي ياست. انسان خلاق موجود دی، د هرې ستونزې د هوارولو وړتيا لري يوازې دومره ده چې ستونزه بايد تشخيص کړای شي. چې داسې ده نو بيا ستونزې ته ولې ستونزه وويل شي او له ستونزې سره د مخ کېدو په صورت کې ولې بايد نهيلي وشي. د بشر د تاریخ تر ټولو ستر حقیقت دا دی، چې په هره ستونزه او سختۍ کې یو قوي درس نغښتی. د همدې درس په زده کړې سره د برياليتونو لوړو پوړيو ته رسېدل شوني دي.
سلامونه
شایسته موضوعګانی ټاکی
بریالی اوسی