کوز کونړ کې د ۱۳ نیم میلیونه افغانیو په مالي لګښت د ښوونځي ودانۍ تر جوړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

ننګرهار ولایت کوز کونړ ولسوالۍ کې د نږدې دیارلس نیم میلیونه افغانیو په مالي لګښت د شګې د هلکانو لېسې ودانۍ تر جوړېدو وروسته د لړم په لسمه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه .

سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل، د یادې لېسې ودانۍ د پوهنې وزارت له لوري د نړیوال بانک په نږدې دیارلس نیم میلیونه افغانیو مالي لګښت د یو کال په موده کې جوړه شوې، چې دولس خونې او نور ضروري محلقات لري.

هغه د کوز کونړ ولسوالۍ ولسونو څخه وغوښتل، چې د لېسې په ساتنه او پالنه کې د یادې ولسوالۍ د پوهنې ادارې سره مرسته وکړي.

ننګرهار د پوهنې سرپرست رئیس سیدعیسی سادات وویل،په دې ودانۍ کې اته تدريسي اوڅلور ادارې خونې،دوه تشنابونه،پنځوس کمپیوټرونه،یوسلو شپیته میزونه او چوکۍ او نور توکې شامل دي.

کوز کونړ ولسوال عاشق الله سادات وویل، په یاده ولسوالۍ کې ۴۸ ښوونځي شتون لري،چې دیرش زره زده کوونکي په کې زده کړې ترسره کوي،خو په وینا یې شل ښوونځي اوس هم احاطې او ودانۍ نلري،چې په دې برخه کې يې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د ولایتي شورا غړي سهراب قادري او عبیدالله شینواري د ننګرهار والي او پوهنې ادارې څخه مننه وکړه،چې په کوز کونړ ولسوالۍ کې د ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته یې وسپارله .

په یادو مراسمو کې د پوهنې وزارت د څارنې او ارزیابۍ رئیس محمد اسماعیل خطاب،د کوز کونړ ولسوالۍ امنیه قوماندان،مخورو او زده کوونکو ګډون کړی وو.

د یادونې وړده، د شګې په لیسه کې ۱۶ سوه زده کوونکي په زده کړې بوخت دي.

د بشر حقونو خپلواک کمیسون په ختیځ کې د تروریستي پېښو د قرباني شوو کورنیو وضعیت څیړي .

په افغانستان کې د بشر حقونو خپلواک کمیسون د څآرنې او څېړنې کمیشنر مولوي عبدالرحمن هوتک د لړم په ۹مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې ننګرهار والي سره د لیدنې پر مهال په ختیځ کې د تروریستي پېښو د قرباني شوو کورنیو وضعیت د څېړنو د پیل کېدو څخه خبر ورکړ.

د دې ناستې پر مهال،چې د دې ولایت د بشر حقونو خپلواک کمیسون رئیس صبرینا حمیدې او یو شمیر نورو هم شتون درلود،د یادې خپلواکې ادارې د څارنې او څېړنې کمیشنر مولوي عبدالرحمن هوتک وویل،دې ولایت ته یې د سفر موخه د بېلابېلو ترویستي پېښو د قربانیو شوو کورنیو وضیعت څېړل دي.

نوموړي زیاته کړه، دا څېړنه به په ډله ییز او فردي ډول د ولایت مقام،ادارو او خلکو په هماکرۍ ترسره کړي .

سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل، لازمه ده،چې د هرې پېښې د قربانیانو وضعیت څخه احوال واخیستل شي او لږ تر لږه د دوی ستونزو ته د بېلابېلو لارو څخه رسیدګي وشي.

هغه د بشر حقونو خپلواک کمیسون یاد کمیشنر ته په ټولو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د خواشينۍ پيغام

په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې تېره ورځ يو ځل بيا د هېواد او خلکو دښمنانو د کابل وزير اکبر خان سيمه کې د ځانمرګي بريد په ترڅ کې يو شمېر هېوادوال شهيدان او ټپيان کړل.

په دغه پېښه کې د نورو هېوادوالو ترڅنګ د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې څلور تنه مخلص او په هېواد مين مامورين شهيدان او شپږ ټپيان شوي دي.

انا لله و انا اليه راجعون

د اسلام او افغانانو دښمنانو، چې په دې وروستیو کې يې خپل مرال له لاسه ورکړی، غواړي په دې ډول بريدونو سره د خلکو په منځ کې وېرې رامنځ ته کړي او خپلو هغو موخو ته چې په ښکاره توګه د ټولو ارزښتونو خلاف کړنه ګڼل کېږي ځانونه ورسوي.

د بشریت مکار او قسم خوړلي دښمنان به نه يواځې دا چې په دغه ډول بريدونو سره خپلو موخو ته نه شي رسیدلی؛ بلکې خپلې خونخوارې څېرې به يې څو کلن جنایتونه لا په ډاګه کړي.

د دغه پېښې ټولو شهيدانو ته د الله پاک له درباره د فردوس جنت، ټپيانو ته د بېړنۍ روغتيا او کورنۍ غړو ته يې د جميل صبر هيله کوم.

محمد ګلاب منګل

په سرحدونو او قبايلو چارو کې د ولسمشر سلاکار او ننګرهار والي

سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د خواشینۍ پیغام

په ډیرې خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ،چې د سولې او امن دښمنانو د یوې تروریستي کړنې په ترڅ کې په پچیراګام ولسوالۍ قومي مشر ملک جان محمد په شهادت ورساوه .

انا لله وانا الیه راجعون

زه شهید ته د فردوس جنت او د پېښې ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا هیله کوم او د ارواښاد له کورنۍ سره په دې ستر غم کې ځآن شریک بولم .

د پچیراګام ولسوالۍ قومي مشر ملک جان محمد نن د لړم په لسمه هغه مهال په شهادت ورسید،چې د هغه په شخصي ډاډسن موتر کې پرې ځای پر ځای شوو چاودیدونکو توکو چاودنه وکړه .

په دې پېښه کې د نوموړي درې ساتوونکي،دوه عام ولسي وګړي او یوه کوچنۍ نجلۍ ټپیان شوي هم دي،خو روغتیایي وضعیت یې د ډآډ وړ دی .

شهید ملک جان محمد په وروستیو کې په پچیراګام ولسوالۍ کې د پاڅوون کوونکو په تنظیم کې هم له ولایت مقام سره همکاري ترسره کوله .

د ننګرهار استيناف محکمې رئيس په مشرۍ د عدليي او قضايي ارګانونو مياشتنۍ غونډه ترسره شوه.

د ننګرهار استيناف محکمې رئيس قضاوتيارعبدالولي قاضي زاده په مشرۍ د عدليي او قضايي ارګانونو د همغږۍ مياشتنۍ غونډه تر سره شوه ، چې د ولايتي شورا غړې حميرا رفيع ، د ننګرهار استيناف څارنوالۍ رئيس خالد احمد اوريا ، د ښځو چارو رئيسه انېسه عمراني ، د بشرحقوقو رئيسه صبرينا حميدي ، ګمرک رئيس او يو شمېر نورو ادارو استازو او مسولينو په کې ګډون کړی و.

په ياده غونډه کې د ننګرهار استيناف محکمې رئيس قضاوتيارعبدالولي قاضي زاده د خبرو پرمهال وويل، دې ولايت ته په راتګ سره يې د فساد سره کلکه مبارزه کړې او ژمنه يې وکړه ، چې يادې مبارزې ته به دوام ورکړي .

نوموړي زياته کړه په دې وروستيو کې د ننګرهار استيناف محکمې د مرکز ترڅنګ په ولسواليو کې پراخ او مثبت بدلونونه راغلل ، چې له امله يې په چارو کې ښه والی راغلی او هم د ولس او دولت ترمنځ د باور فضا زياته شوې او د خلکو قضايي ارګان ته لاس رسی زيات شوی دی .

قضاوتيارعبدالولي قاضي زاده په نورو اړوند ارګانونو هم غږ وکړ ، چې دچارو ښه والي او سمون په موخه په خپلو ادارو کې بدلونونه رامنځ ته کړي .

د ننګرهار استيناف محکمې رئيس د عدليي او قضايي ارګانونو د همغږۍ غونډه ګټوره وبلله او د پراخيدو او ترسره کيدو ژمنه يې وکړه.

په غونډه کې په ننګرهار کې د ژورنالېستانو ملې ټولنې مشر شېرشاه همدرد او په ختيځ زون کې د ژورنالستانو خپلواکې ټولنې منشي رحمت الله زيارمل رسنيو پورې په اړوند موضوعاتو خبرې وکړې او په غونډو کې يې د رسنيو استازو ته په ګډون د ټېنګار ترڅنګ د اړونده ارګانونو د همغږۍ غونډې ګټورې وبللې .

د عدليي او قضايي ارګانونو د همغږۍ په غونډه کې ګډون والو په يو شمېر موضوعاتو هر اړخيزې خبرې وکړې او د نظرونو په يوالي سره په يو شمېر موضوعاتو کې لاندې تصميمونه و نيول شول.

لومړی ټول هېواد وال حق لري ، چې ملي وحدت ، د اساسي قانون احکام او نورو نافذه قوانينو په نظر کې نيول سره غونډې ، اعتصابات او تظاهرات په لاره واچوي ، چې دا دوی مسلم حق دی خو دا چې لاريونونه بيدون د سالم او قانوني هدف څخه په لاره اچول کېږي ، د دغه ډول لاريونونو د تکرار په صورت کې له نافذه قوانينو د احکامو مطابق ترسره کوونکي د عدليي تعقيب لاندې نيول کېږي.

دويم دغه راز د ښېوې د دوه خويندو په قضيه کې ، چې شرق او انعکاس خصوصي رسنيو د قضيې د ښېکلو اړخونو د حقوقو مساوات په نظر کې نه دی نيولي او همدا رنګه يې د رسنيو قانون نه دی مراعت کړی بايد موضوع د رسنيو د څار اداره د هېواد د نافذه قوانينو په نظر کې نيولو سره برسي او پايله يې د ننګرهار استيناف محکمې له مقام سره شريکه کړي.

دريم دا ، چې د شرعياتو او حقوقو پوهنځيو دڅلورم کال محصلين دعدليي او قضايي ارګانونو جوړونکي دي نو دڅلورم ټولګي محصلين دظرفيت لوړونې په منظور کولای شي ، چې دعادلانه محکمې اصول قضايي غونډې او د عدليي او قضايي ادارو څخه دهېواد دنافذه قوانينو په چوکاټ کې ليدنه وکړي پرته له محبس ، توقيف خونې، امن کور او دماشومانو دروزنې او اصلاح مرکزڅخه .

څلورم پوليس او نور امنيتي ارګانونه مکلف دي ، چې دکورونو او رهايشي ځايونو له پلټنې څخه وړاندې د محکمې اجازه ولري البته مشهود جرمونه ، چې وروسته له اړونده محکمې صحت اقدام څخه اخستل کېږي له دې امر څخه مستثنا دي او ټولې پلټنې او چکپاينټونه بايد داساسي قانون او دهېواد دنافذه قوانينو په نظرکې نيولو سره تر سره شي څو ملت له دولت څخه واټن وانه خلي له سرغړوونکو سره دجزا دقانون ۲۷۷ مادې داحکامو متابق به ورسره اجرات ترسره کړي.

پنځم مدافع وکيلان بايد دمدافع وکيلانو دقانون دديارلسمې مادې په نظر کې نيولو سره په خپله برخه کې اجرات ترسره کړي.

شپږم کريمنالتخنيک ، ګمرک ، عدليي طب ، ښاروالي او املاک په خپل وخت عدليي او قضايي ادارو ته دمکتبونو او معلوماتو جواب نه ورکوي ، چې دغه کړنه يې په اجراتو کې دځنډ سبب کېږي خو يادو ادارو مسولينو ژمنه وکړه ، چې خپل اجرات به ګړندي او په خپل وخت به معلومات اړونده ادارو ته سپاري او دتخلف په صورت کې دجزا دقانون د۲۸۵ مادې په نظر کې نيولو سره اجرات ترسره کېږي .

دغه راز په ياده غونډه کې يو شمېر نور موضوعات هم تر بحث لاندې ونيول شول ، چې په اړه يې لازم تصميمونه ونيول شول.

ديادونې ده ، چې دعدليي او قضايي ارګانونو غونډه دننګرهار استيناف محکمې رئيس په مشرۍ په مياشت کې يو ځل په اړونده ارګانونو کې دستونزو حل او دکارونو دسمون په موخه ترسره کېږي .

د ننګرهار قضاتو او څارنوالانو ترمنځ د ښې همغږۍ په موخه د دې ولايت په استيناف محکمه کې ګډه غونډه ترسره شوه.

په جوړه شوې غونډه کې ، چې د ننګرهار استيناف محکمې رئيس قضاوتيار عبدالولي قاضي زاده په مشرۍ ترسره شوه پرمهال يې نوموړي د ننګرهار استيناف څارنوالۍ رئيس خالد احمد اوريا کړنې وستايلې او په ياده اداره کې وروستي راغلي بدلونونه ګټور ياد کړل.

قاضي زاده د عدالت په تامين او مظلوم ته د حق په سپارلو د ټېڼګار ترڅنګ مجرمينو ته دسزا په ورکولو ټېنګار وکړ.

د ننګرهار استيناف محکمې رئيس وويل د عدالت ښه تامين دڅارنوالانو په هڅو رامنځ ته کيدای شي ، چې په وينا يې قاضي دڅارنوالانو په تحقيق باندې حکم کوي.

په غونډه کې د ننګرهار استيناف څارنوالۍ رئيس خالد احمد اوريا څارنوالانو او قضاتو ته ډاډ ورکړ ، چې خپلې ټولې کړنې به دهېواد دنافذه قوانينو په رڼا کې ترسره کوي . نوموړي دغه ډول غونډې دمسلکي اجراتو او نېمګرتياو دمخنيوي په موخه ګټورې وبللې او پردوام يې ټېنګار وکړ.

دغونډې ګډون والو په راتلوونکي کې د چارو سمون په موخه خپل نظرونه شريک کړل او دورته غونډو ترسره کولو ژمنې يې وکړې .

پوليسو د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې په ترهګريزو او تخريبي کړنو تورن دوه تنه له وسلو سره يو ځای نيولي.

ننګرهار د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو امر سمونمل حضرت حسين (مشرقيوال) وويل: د استخباراتو مديريت پوليسو د سره رود ولسوالۍ اړوند د حلقوي سړک سيمه کې د ځانګړي پلان له مخې تيره شپه عمليات ترسره کړي چې په ترڅ کې يې په ترهګريزو او تخريبي کړنو تورن دوه تنه موټر سايکل سپاره شريف الله او شفيق الله له يو ميل بې اوزه جرمنۍ تفنګچې، يو ميل چنايي تفنګچې ، يوسيټ جي .پي. ايس، درې سيټه مبايلونو، څلور سوه امريکايي ډالر، يو اندازه مرميو او يو عراده موټر سايکل سره يو ځای نيولي .

مشرقيوال زياته کړه نيول شويو تورنو کسانو د دولتي کارمندانو په ترور، هدفي وژنو، اومسلحانه غلاو ترڅنګ له وسله والو مخاليفنو سره هم نږدې اړيکې لرلې ، چې په خوګيانو، شيرزادو او سره رود ولسواليو کې يې د دولت ضد کړنې ترسره کولې .

نوموړی وايي: نيول شويو کسانو په خپل جرم اعتراف هم کړی .

دیارلس سوه شپیته بې ځایه شوو او له کډوالۍ را ستنوو شوو کورنیو سره مرستې وشوې.

سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په لارښوونه د کډوالو چارو ریاست په هلو خلو د مرستندویه ادارو له لورې ۱۳۶۰ داخلي بې ځایه شوو او له کډوالۍ را ستنوو شوو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه .

د کډوالو او بېرته را ستنیدونکو چارو رئيس غلام حيدر فقيرزى وايي،يادې کورنۍ په ۲۰۱۶ کال کې له کډوالۍ را ستنې شوي،چې د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې میشتې شوي دي.

نوموړى زیاتوي،د نن ورځې مرستو په لړ کې له کډوالۍ را ستنوو شوو درې سوو کورنیو ته په بهسودو،دوه سوه شل په روداتو،دوه سوه په خوږياڼو،دوه سوه په سره رود،ېوسلو اتيا په کامه او دوه سوه شپېتو کورنېو سره په جلال اباد کې د خوراک نړيوالې ادارې WFP په مالي همکارۍ د خوراکي توکو مرستو وشوې.

نوموړى وايي،هرې کورنۍ سره پنځوس کيلوي وړه،پنځه کيلو دال،پنځه ليتره غوړي او ېو پاکټ مالګې مرسته وشوه.

ترافیکي پېښو کې ۸ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

ننګرهار ولايت د سره رود او بهسودو ولسواليو مربوطاتو کې تېره ورځ په دريو بېلابېلو ترافيکي پېښو کې څلور تنه شهيدان او څلور نور ټپیان شوي دي.

د بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې تېره ورځ د الټو او مارسیډیز موټرو د ټکر له امله دوه تنه شهیدان او د یوې میرمنې په ګډون دوه نور ټپيان شول .

همدا راز د سره رود ولسوالۍ مربوطاتو کې يو مارسيډيز موټر يو ماشوم وهلی،چې د تېښتې په حال کې یې زرنج موټر سايکل سره ټکر کړی او له امله يې ماشوم شهيد او په زرنج موټر سايکل کې يوه مېرمن او يو ماشوم ټپيان شوي دي.

د مارسيډيز موټر چلوونکی له موټر سره له سیمې تښتيدلی او د نيولو هڅې يې روانې دي.

د يو بل خبر له مخې د سره رود ولسوالۍ سرخ اب پل ته څېرمه ټيلر موټر يو ماشوم وهلی او په شهادت رسيدلی.

د ترافيکو مديريت مسئولينو ټيلر موټر درولی او موټر چلوونکی له سيمې تښتيدلی، چې امنيتي مسئولينو يې د نيولو هڅې پيل کړي دي.

غني خیلو کې درې شکمن کسان له یو میل وسلې سره یو ځای ونیول شول .

ننګرهار ولایت د غني خیلو ولسوالۍ په ۲۹ ویالې مربوطاتو کې د ځانګړو کورنیو ځواکونو له لورې تېره شپه عملیات ترسره شوي،چې په ترڅ کې درې تنه شکمن کسان د یو میل کلاشینکوف سره یو ځای ژوندي نیولي دي.

همدا راز ګډو کورنیو ځواکونو سره د رود ولسوالۍ په توخي کمپ کې چاڼیز عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې یو میل کلاشینکوف د دوی لاسته ورغلې ده.

همدا راز د ملي امنیت منسوبنیو د خوږیاڼو ولسوالۍ په ملانور کلي کې د ترویستانو له لورې د سړک پر غاړی ځآی پر ځآی شوی ماین کشف او له زیان پرته یې لمنځه وړی دی.

يو وسله وال طالب سولې بهير سره يو ځای او دوه تنه داعشيانو سره تر يوځای کېدو وړاندې ونيول شول.

ننګرهار ولايت پچير اګام ولسوالۍ کې د اسحاق په نوم يو وسله وال طالب سولې بهير سره يو ځای او په هسکې مېنې ولسوالۍ کې دوه کم عمره هلکان، چې غوښتل يې داعش وسله والو سره يوځای شي ونيول شول.

د معلوماتو له مخې د اسحاق په نوم وسله وال طالب، چې د پچير اګام ولسوالۍ په مربوطاتو کې يې تخريبي او تروريستي کړنې تر سره کولې د حقيقت په درک کولو سره يې له وسله وال مخالفته لاس واخيست او د خپل يو ميل کلاشنکوف سره سولې بهير سره يو ځای شو.

په ورته وخت کې د هسکې مېنې ولسوالۍ کوټوالو سيمه کې دوه تنه تنکي ځوانان چې عمرونه يې د ۱۵ او ۱۴ کالونو ترمنځ دي او غوښتل يې، چې داعش وسله والو سره يو ځای شي پولیسو له لوري ونيول شول.

نيول شوو تنکيو ځوانانو په خپل جرم اعتراف کړی او تر پوښتنو لاندې دي.

دولس سوه کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د ننګرهار والي په لارښوونه د کډوالو چارو رياست په هڅو او د مرستندويه ادارو په مالي مرسته پر دولس سوه بېرته راستنو شويو او داخلي بې ځايه شوو کورنيو د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې وويشل شوې.

د کډوالو چارو رئیس غلام حيدر فقيرزي وويل، چې هرې کورنۍ سره د پنځوس کيلو اوړو، پنځه کيلو دالو، پنځه ليتره غوړيو او يو پاکټ مالګې مرسته تر سره شوه.

نوموړي ډاډ څرګند کړ، چې پر پاتې نورو کورنيو به هم ورته مرستې وويشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *