تاند- په کونړ ولایت کې ۴۵ وسله والو طالبانو له جګړې لاس واخیست او د سولې له پروسې سره یوځای شول.

له جګړې څخه د وسله والو طالبانو د لاس اخیستو بې شمېره خبرونه خپاره شوي او ډېر خلک فکر کوي چې دا ډول اعلانونه تر ډېره تبلیغات دي خو د کونړ چارواکي وايي چې دا ۴۵ کسان عملاً له دولتي ځواکونو سره په جګړه بوخت ول خو نور یې جګړه بس کړې ده.

له حکومت سره د یوځای شوې ډلې قوماندان سمیع الله ملنګیار نومېږي او ادعا کېږي چې د کونړ یو شمېر خلک یې پېژني.

قوماندان ملنګیار د کونړ ولایت په خاص کونړ ولسوالي کې فعالیت کاوه.

د کونړ والي قوماندان ملنګیار ته د هرکلي ویلو په ترڅ کې وویل چې تراوسه په کونړ ولایت کې ۴۶۵ تنه وسله والو مخالفانو له جګړې لاس اخیستی او سوله یې کړې ده.

د کونړ والي وویل چې ګڼ نور وسله وال مخالفان غواړي چې جګړه بس کړي خو ده په عین حال کې وویل چې باید لومړی ځینې مقدماتي چارې چې ده پروسیجر وباله، بشپړې شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *