خیرالبیان د بایزید روښان (۹۲۶-۹۸۵هـ.ق.) تر ټولو مهم اثر دئ. دا کتاب بایزید روښان په څلورو ژبو(عربي، پښتو، پارسي او هندي) لیکلی دئ او د خپلي عقیدتي او عرفاني لاري ټول کوائف او اصول په څلوېښتو بیانو کي بیان کړي دي.
د خیرالبیان خطي نسخه په (۱۹۵۹م.) کال کي د پېښور د پښتو اکاډیمۍ مشر مولانا عبدالقادر (۱۹۰۵-۱۹۶۹م.) د جرمني د تیوبینګن ښار په کتابخانه کي وموندله او په (۱۹۶۷م.)کال کي لومړی ځل د خیرالیبان متن د دغي یوې او واحدي نسخې له مخي د حافظ عبدالقدوس قاسمي له یوې مفصلي سریزه سره د پېښور د پښتو اکېډمۍ له خوا چاپ سو.
د جرمني له دغي نسخې څخه په (۱۳۵۳ل.= ۱۹۷۴م.)کال کي د بایزید روښان د بین المللي سیمینار په ویاړ د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي له خوا خیرالبیان دوهم ځل د لوی استاد علامه حبیبي، فاضل استاد بېنوا او علامه پوهاند رشاد د مفصلو سریزو او د پوهاند رشاد له یوې مغتنمي لغتنامې سره په عکسي ډول چاپ سو.
د خیرالبیان دغه واحده معلومه نسخه (د جرمني نسخه) نیمګړې وه او یوازي د سریزي برخه ئې په څلورو ژبو وه، د متن برخه ئې یوازي په پښتو ژبه وه. خو له نیمکرغه په شپېتمو کلونو کي چي کله سرمحقق زلمي هیوادمل د هند د کتابخانو د خطي نسخو فهرست جوړاوه، د هند د حیدر آباد-دکن د سالارجنګ موزیم د خطي نسخو په کلیکسیون کي ئې د خیرالبیان یوه بله نسخه وموندله او په (۱۳۶۳ل.) کال کي په خپل کتاب (د هند د کتابخانو پښتو خطي نسخې) اثر کي دغه نسخه معرفي کړه. د خیرالبیان دغه نسخه (د سالارجنګ موزیم نسخه) بشپړه نسخه ده، چي د متن برخه ئې هم په څلورو سرو ژبو ده.
د هند د دغې نسخې له پیدا کېدو سره د خیرالبیان د یو بل بشپړ متن چاپ ضرورت حس سو او په متنپوهنه کي چي د یوه زاړه متن نوري او بشپړي نسخې وموندلي سي، نو زاړه چاپونه ئې باید ورسره مقابله سي، یو نوی او له تېروتنو څخه پاک متن ئې باید تهیه او چاپ سي.
خو په افغانستان د داخلي جنګونو او اړودوړ په سبب دغه کار کلونه وځنډېد او چا ونه وکړ. خو له نیکمرغه اوس زموږ محقق لیکوال استاد محمد معصوم هوتک د هند د سالارجنګ موزیم دغه نسخه د څو میاشتو راهیسي تر کار لاندي نیولې ده او په پام کي لري، چي لومړی دغه نسخه په خپله اصلي بڼه له لازمو توضیحاتو او تحشیو سره خپره کړي او پرڅنگ ئې د پښتو برخه د دوو خطي او دوو چاپي نسخو له مخي په انتقادي توگه تهیه او چاپ کاندي.
موږ ښاغلي هوتک ته د روغتیا او سلامتیا دوعا کوو او ددغه ادبي او تاریخي متن د ډېر ژر چاپ لار په زیاتي تلوسې سره څارو.
ډیره ښه خبره ده ، خوکاشکي دا دهیوادمل نوم مو نه وای اخیستی ، هغه په خپل وخت اوصلاحیت سره ونه شوای کولای چې دغه متن کاپی کړي ، دده له برکته څلویښت کاله وروسته دغه متن کاپی کیږي او چاپ کیږي ، تراوسه به په دغه اثرباندې څومره کار شوی وای ، له هوتک صاحب اوهغه چا چې دغه متن یې راویوست باید موژ پشتانه تل قرضد
درناوی …
باید موژپشتانه تل قرضداروو
درناوي