تاند- اسامه بن لادن او د کورنۍ غړي یې د امریکايي فلمونو د لیدلو سخت شوقي و.

په ایبټ اباد کې د امریکا د کومانډو ځواکونو له لوري د اسامه بن لادن له کوره له ترلاسه شویو ویدیوګانو او اسنادو داسې ښکاري چې نوموړي او د کورنۍ غړیو یې امریکايي فلمونه ډېر کتل. د ده په کور کې په موندل شویو فلمونو کې، چې د چهارشنبې په ورځ یې سي آی اې لیست خپور کړ، (Antz)، (Cars) او (Chicken Little) کارتوني فلمونه هم شامل دي.

پر نیویارک او واشنګټن د تروریستي حملو طراح د ځان په اړه د مستندو فلمونو د لیدلو هم زیات لېوال و.

د ده په کور کې د مورګن سپورلاکس (Where in the World Is Osama bin Laden)، د سي این این، « In the Footsteps of bin Laden» او د ده بیوګرافي (Osama bin Laden) فلمونه موندل شوي دي.

دا ښيي چې بن لادن په افغانستان کې د خپلو بدوي کوربنو خلاف له فلم او ډېرو نورو چارو سره جوړه وه.

په افغانستان کې د بن لادن کوربنو حتي پر تجارتي محصولاتو د ژوندي ساري عکس نه شوای زغملی او تلویزیون ورته کفر ښکارېده.

د بن لادن په کور کې په نورو موندل شویو ویدیوګانو کې (Batman Gotham Knight)، (Ice Age: Dawn of the Dinosaurs) او (The Three Musketeers) شامل دي.

د بن لادن په کور کې د نشنل جیوګرافي او د ګانګفو ځینې ویدیوګانې هم موندل شوي دي.

سي آی اې د بن لادن په کور کې د موندل شوي پورن فلمونو لیست نه دی خپور کړی.

تر دې وړاندې هم سي آی اې د بن لادن له کوره یو شمېر اسناد خپاره کړي ول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *