په خوست کې یوه قبیله ده چې آرین یې بولي، کیدای شي نوموړی ټبر په نورو ولایتونو کې هم وي دا ښاخه د سیمې خلک تڼي اصله خوستي بولي، خو دا هم ویل کیږي چې دوی د اریایانو یوه جلا څانګه ده.
زه د آرینو تاریخي شالید ته نه ځم ځکه دا خبره ژورې علمي څیړنې ته اړتیا لري چې که وخت یاري وکړه نو خبرې به پرې وکړو.
اصلي خبره خو داسې وه چې آرینو یو وخت په خپلو کې سلا وکړه چې دا نوم (آرین) به موږ په یو ښه نوم بدلوو! د دې لپاره ټول ټبر پیسې سره واچولې، څلور پنځه غوایان یې حلال کړل او د سیمې ټولو قومونو ته یې خبر ورکړ چې موږ خیرات کړی دی ځکه چې زموږ د خپلې قبیلې نوم نه دی خوښ او غواړو بدل یې کړو. ډلې ډلې خلک ور روان شول او دوی درسترخانونه هوار کړي وو خلکو ته یې ښه ډوډۍ ورکوله.
څو کسانو چې ډوډۍ یې ښه په مړه خیټه وهلي ده د آرینو له خیراته بېرته د کلي په لور روان وو چې په لار کې څو نور ملګري په مخه ورغلي دي او د خیرات نه راروانو ځوانانو باندې یې غږ کړی دی چې چیرې تللي وئ؟
خیراتخورو ورته ویلې وو: آرینو خیرات کړی وو چې موږ ته نور آرین مه وایئ! دهغو خیرات ته تللي وو!
دا خبره نن په افغانیت پورې را یاده شوه؛ پدرام خیل او ستم خیل فکر کوي چې که موږ ته په تذکره کې افغان ونه لیکل شي نو د افغان نوم به له موږ څخه په بهرنیو هیوادونو کې لرې شي او خلک به مو په هغه نوم بولي چې موږ یې خپله ځان ته غواړو.
دوی د آرینو له حکایت څخه نه دي خبر چې اصل او منل شوی نوم په ختمونو او خیراتونو هم نه بدلیږي، دوی خو اوس یوازې د کاغذ د مخ خبرې کوي، د افغان سپیڅلی نوم اوس د افغانستان په جغرافیه کې په هر میشت وګړي پروت دی هغه که له هرې ژبې، نژاد او دین څخه وي.
هغه ټبرونه چې دلته اوسي که په هره ژبه ګویا وي افغانان دي، دا هغه شریک نوم دی چې ټول افغانان پرې راټول شوي دي او منلی یې دی. پرته له استثنا نه او هغه خلک چې په استثنا کې راځي تالیڅټي او پرديپالي دي چې اوس یې ټول اصیل افغانان په رسمیاتو پیژني چې د کومو سوړو نه راوتلي موږکان دي.
کوم خلک چې نن افغانیت نه مني سبا به افغانستان نه مني او بله ورځ بل ارزښت نه مني چې باید نن یې چاره وشي؛ اول په خبرو، خو که خبرو نتیجه ورنه کړه بیا خو هسې هم موږ په پښتو کې متل لرو چې وایي: کږې خولې په سوک سمیږي، دوی خپلو بادارانو دومره سپین سترګي کړي دي چې آن کوښښ کوي د خلکو په سترګو ورننوځي خو زموږ په چوکیو ناست پښتانه بیا مړه مړه ورته ګوري.
شرم خو لکۍ نه لري…!
هغوي خرڅ شوي دي،