تاند- د پاکستان پوځ نن /پنجشنبه/ له افغانستان او امریکا سره وروستۍ خبرې وڅېړلې او ټینګار یې وکړ چې له دواړو هیوادونو سره سلامشورو ته باید دوام ورکړل شي.
د پاکستان د پوځ له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې مهمه غونډه کې، چې د پوځ د لوی درستیز جنرال قمرجاوید باجوه په مشرۍ جوړه شوه، د ټولو قول اردوګانو قوماندانانو پکې ګډون درلود.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په غونډه کې پر جیوستراتیژیک امنیتي چاپېریال رڼا واچول شوه او د افغانستان او امریکا له چارواکو سره پر تماسونو ټینګار وشو.
په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي«دوی په تروریستي ضد عملیاتو کې پر پرمختګ او د تلپایه سولې او ثبات د ټینګښت پر لاروچارو هم وږغېدل.»
د پاکستان پوځ وايي چې په دې غونډه کې د دغه هیواد د ملي ګټو پر ساتنې تاکید وشو او پرېکړه وشوه چې باید داسې اقدامات وکړي چې په نتیجه کې یې د پاکستان ملي ګټې خوندي شي.
دا غونډه وروسته له دې کېږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته لاړ او د دغه هیواد له مشرانو سره یې د تروریزم پر ضد د مبارزې په اړه زغردې او سپینې خبرې وکړې.
که څه هم پاکستاني چارواکو، په تېره بیا د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر ظاهراً په دې هدف چې څوک ونه وايي پاکستان د امریکا غوښتنو ته تسلیم شو، توندې څرګندونې وکړې خو ویل کېږي چې عملاً پاکستاني چارواکو ټیلرسن ته د بشپړې همکارۍ ژمنه ورکړې ده.
دا به لنډ وخت ثابته کړي چې پاکستان بیا هم د پخوا په شان د وخت ضایع کولو هڅه کوي او که په رښتیا هم خپلې پالیسي بدلوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پاکستاني مشرانو ته ویلي چې باید په څو اوونیو کې تغییر ولیدل شي.