د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیره

تاند- د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیره ریتنو ایل پي مارسودي د افغانستان د سولې پر هلوځلو د خبرو لپاره کابل ته راځي.

د اندونیزیا د انتارا خبري اژانس د راپور له مخې، د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت ویندوی ارماناتا ناصر د پنجشنبې په ورځ په جاکارتا کې وویل«حاضردمه موږ افغانستان ته د بهرنیو چارو وزیرې د سفر ترتیبات نیسو. که ممکنه شوه، دی به افغانستان ته د سولې د هلوځلو د ملاتړ لپاره لاړ شي.»

دا سفر د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ د همکاریو له ژمنې وروسته کېږي.

اندونیزیا د نفوسو له نظره تر ټولو ستر اسلامي هیواد دی.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د سږ کال د اپریل په ۵ مه اندونیزیا ته لاړ چې له تروریزم سره په مبارزه کې د دغه هیواد له تجربو سره بلد شي.

ښاغلي غني د اپریل په شپږمه د جاکارتا په ستر جومات کې د دغه هیواد له سترو دیني عالمانو او مفتیانو سره وکتل او د زغم او مدرنیزم په اړه یې له هغوی سره خبرې وکړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *