تاند- د افغانستان د یوه ډګروال له لوري د جنسي بدچلندۍ ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه او غوسې پارولي دي.
که څه هم تراوسه پورې په دې اړه تحقیقات نه دي شوي چې ایا په ویدیو کې ښکارېدونکې ښځه له ډګروال سره خپلوي لري او که یوه پردۍ ده، خو پر دې صحنې اکثره افغانان په دې خاطر په غوسه دي چې د دوی په باور دغه ډګروال له خپل موقف او مقام څخه ناوړه استفاده کړې ده.
ګارډین ورځپاڼه وايي، په افغانستان کې دا ډول جنسي سو استفادې ممکن کمې نه وي خو په افغاني ټولنه کې خلک نه غواړي چې دا ډول پېښې زیاتې مطرح کړي.
ورځپاڼه دا هم وايي، سره له دې چې د افغانستان له حکومت سره نړیوالې ټولنې د دې لپاره چې د ښځو حقونه په ځای شي ډېرې مرستې کړي خو د دې ډول پېښو په وړاندې د ښځو د حقونو په دفاع کې پاتې راغلی دی.
د ډګروال څو همکارانو تایید کړې چې هغه پر دې ښځې د جنسي اړیکو په خاطر فشار راوړی دی خو لا هم تحقیقاتو ته اړتیا ده چې څرګنده شي حقیقت څه دی.
د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې د دې تور په اړه تحقیقات کوي.
هغه ښځه چې په ویدیو کې ښکاري، حاضره شوې نه ده چې شکایت وکړي.
په دفترونو کې له ښځو سره غیراخلاقي چلند سبب کېږي چې ډېرې نورې ښځې په ټولنیزو چارو کې له ونډې محرومې شي. له همدې کبله د دغه ډګروال جرم، که ثابت شي، خورا دروند دی.
د ډېرو افغانانو لپاره یوازې له یوې ښځې سره دا ډول ناوړه چلند کافي دی چې په دفترونو کې د نورو ښځو د کار او فعالیت د مخنیوي لپاره ورڅخه د پلمې په توګه کار واخلي.
که مې واک درلودی نو ډګروالصاحب مې د ابتدایي محکمې یا ایشچيکاري دپاره لومړی دوستم ته سپارلو چې خپل اجرات یې پرې کړي وای، بیا مې د نهایي حکم او اجرااتو لپاره داعش ته تقدیمولو
یادونه: په اردو کې د داسې بی ناموسه آفیسرانو په شتون کې خلک څنګه دا ومني چې ملي اردو د دوی د ناموس او وطن ساتوونکې ده. دا پیښه به د دولت مخالفینو تبلیغات نور هم تغذیه کړي. د سرتیروحوصلې ته هم حیران یم چې داسې پوځي مشران څنګه زغملی شي
باور وکړی که د امنیتی قواوو نه تنظیمی بد اخلاقه ،دونهمته ، بی ناموسه او د عسکرو د ډودۍ، البسه او مهماتو غله ډګروالان او کلینر جنراالان استفراغ شی ، نوری پاتی قواوویی په یواځی، ټول خارجی او داخلی ددښمنانو ته بس او کافی دی خو دغو غلو او بی ناموسه عناصرو، امنیتی قواووی ضعیفه ، بی اعتباره او دخدای (ج) او د مؤمن ملت دتعاون نه بی بررخی کوی او د دوی تفکر او عمل د امنیتی مؤمنو قواوو ښه عمل کمرنګه ګرځوی نو تصفیه یی د مؤمنو حکامو فریضه ده چی باید ترسره او دا معزز ملت ته نجات ورکړی
دنړیوالې ټولنې له خوا مرسته شوي ټول رېنجرونه د همدغه ډول ډګروالانو او پو لیسو له خوا کباړ او څه یې ددولت مخالفینو ته په لاس ورکړل ،د تېرکال په وروستۍ میاشت کې بهرنیانو اعلان وکړچې نور به افغانستان ته رېنجر موټر نه ور کوي ، ځکه همدغه ډول ډګروالانو او پولیس له رېنجرو موټر و ناوړه ګټه اخیستې ، پېځایه او بې مورده یې ځغلوي ، ایله خلکو ته دوړې او خټې ور باد کړي . اخلاق یې له دغه ډول رئنجرو سره منفي صفر ته را ښکته شوی د تدارکاتو کمېسیون دې روغنیات ور باندې بند کړي ، ځکه چې دغه دولتي موټر د کور او نورو شخصي کارونو په تر سره کولو کې شپه او ورځ مصروف دي ،حکومت دې له همدغه ډول ډګروالانو څخه رینجر موټر واپس واخلي تر څو له یوې خوا د حکومت د بېځایه لګښتونو او فساد مخه ونیول شي ، او له بلې خوا حکومت ته دا پردی داد او ملي امانت سلامت ور پاتې شي . ځکه پخوا به د یوه عسکر درېشي او بوټ څو دورو ته ور کول کېدل نو اوس ولې هغه د مکلفیت دود او د عسکرو اعاشه او اباته ټول ( ان جي او ) یي شول .که سبا دغه پردۍ دانه پر افغانستان باندې ودرېږي ، نو بیا به دغه دانه خواره آسان چېرته څري؟ آیا دا به بیا زموږ سره په لوږه او تنده او پیوندي درېشۍ کې متعهد او ژمن پاتې شي ؟ نه هېڅکله هم نه .