د ډایکندي ولایت مرکز نیلي ولسوالي «په افغانستان کې په خلاصه فضا کې له رفع حاجت څخه د لومړنۍ پاکې» ولسوالۍ په توګه اعلان شوه.
په هغه نمانځغونډه کې چې د یادې ولسوالۍ د پاک اعلانېدو په موخه جوړه شوې وه، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت معین ښاغلي معراج الدین شمس، د عامې روغتیا وزارت معین ښاغلي فدا محمد پیکان، د ډایکندي ولایت والي ښاغلي محمود بلیغ، د افغانستان لپاره د سویلي کوریا سفیر ښاغلي کي هون چین، د یونیسف استازي ښاغلي سټیفانو ساوي، په پارلمان کې د رزوګان د خلکو استازې آغلې ریحانه ازاد، د ډایکندي ولایت د ولایتي شورا غړې آغلې شیما محمدي، یو شمېر نادولتي موسسو استازو، د مدني ټولنو غړو او د نیلي ولسوالۍ زیات شمېر اوسیدونکو ګډون کړی وو.
نیلي ولسوالي وروسته تر هغې په خلاصه فضا کې له رفع حاجت او چټلیو څخه پاکه اعلان شوه، چې دکلیو بیارغونې او پراختیا وزارت، په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو، روغتیاساتنې او اوبو لګولو ملي پروګرام د یونسیف د ادارې په مالي مرسته د دغه ولسوالۍ په ۹۷ کلیو کې د ټولنې په مشرۍ د بشپړې حفظ الصحې (سي ال ټي اس) پروګرام په بریالیتوب سره تطبیق کړ.

خدای خبر چې د روزګان پښتانه به همدا اوس په څه شي مصروف وي
د اروزګان بښتانه د یو بل په وژلو، د کلیکنونو په بندولو، د واکسین په مخالفت، د مکتبونو په سوځولو، د پولیسو او عسکرو په وژلو او بالاخره ایران او پاکستان ته د افغانستان په سپارلو بوخت دي.