تاند- د سعودي عربستان په حکومت کې د پراخو تغییراتو او اصلاحاتو په لړ کې یو شمېر وزیران برطرفه او یو شمېر نور محبس ته ولېږل شول.

د سعودي عربستان پاچا سلمان د خپل ځوان ولیعهد محمد بن سلمان له اصلاحاتو سره د ملاتړ لپاره د هیواد دوه مهم وزیران لېري کړل.

د سعودي عربستان یو اتیا کلن پاچا د کورني امنیت او اقتصاد لپاره نوي وزیران ټاکلي دي.

د سعودي عربستان د دولتي تلویزیون العربیه له لوري د پاچا په فرمان کې ویل شوي چې خالد بن ایاف د شهزاده مطیب بن عبدالله پر ځای د ملي ګار وزیر ګومارل شوی دی.

پاچا نن /یکشنبه/ همداراز اعلان وکړ چې ۱۱ شهزادګان، چې ۴ یې وزیران دي، او په لسګونو پخواني وزیران د ولیعهد تر مشرۍ لاندې د فساد ضد د نوې جوړې شوې کمېټې له لوري نیول شوي دي.

د فساد په تور د نیول شویو کسانو نومونه څرګند کړای شوي نه دي.

د فساد دا کمېټه، چې د ولیعهد محمد بن سلمان په نوښت جوړه شوې، د تورنو کسانو د نیولو او له هیواد پر وتلو د بندیز واک لري.

په یوولس نیول شویو کسانو کې سعودي ملیاردر الولید بن طلال هم شامل دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *