تاند- د لندن د ترانسپورت مسوولانو له ټکسیانو وغوښتل چې پر خپلو موټرو سیاسي اعلانونه ونه کړي.
د لندن د ترانسپورت ادارې وروسته له دې ټکسیان له دا ډول اعلانونو راوګرځول چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د بریتانیا سفیراحضار کړ او ورته ویې ویل چې په لندن کې د یو شمېر ټکسیانو چلوونکو پر خپلو موټرو «خپلواک بلوچستان» لیکلي دي.
د پاکستان د ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې، په بریتانیا کې د پاکستان سفارت هم دا موضوع د لندن د ترانسپورت له ادارې سره شریکه کړه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې تسنیم جنجوعه د بریتانیا سفیر ته ویلي چې په لندن کې پر ټکسیانو د ازاد بلوچستان شعار د پاکستان پر مځکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت حمله ده.
په بریتانیا کې د پاکستان سفیر سید ابنا عباس د لندن د ترانسپورتي ادارې له چارواکو سره په کتنه کې په دې اعتراض وکړ چې پر ټکسیانو «خپلواک بلوچستان« لیکل شوي دي.
دې ادارې څو ټکسي موټرونه وموندل چې «خپلواک بلوچستان» پرې لیکل شوي وو.
دا اداره وايي چې پر ټکسیانو یوازې تجارتي اعلانونو ته اجازه ورکول کېږي، سیاسي شعارونه د دوی د مقرراتو خلاف دي او له ټکسیانو به دا شعار پاک کړل شي.
پاکستان تریبیون وايي چې په لندن کې دا کمپاین د نړۍ د بلوڅانو تنظیم په نوم د یوې ټولنې له لوري پیل شوی دی.