د ډیورنډ په لیکه اغزن تار .. ښه دی که بد؟ راځئ دغې مسلې ته له يوې بلې کړکۍ نظر واچوو!
د یو ملت په حیث موږ په غوصه یو، نارامه یو او فریاد کوو چې پاکستان د ډیورند په ټوله کرښه اغزن سیم تیروي، څوک ورته څه نه وايي، حکومت هم غلی دی او خلک چیغې وهي چې دادی د ډیورند کرښه په رسمیت وپيژندل شوه…..
خو پوښتنه داده چې ایا خاردار سیمونه د پولو د ویش لپاره نړیوال ستنډرډ دی؟ د سیم تیرول په اتومات ډول د پولې معنا ورکوي؟ په کوم سیاسي کتاب کې راغلي چې خاردار سیمونه یو نړیوال جغرافیوي سمبول دی چې پولې ټاکي او تیرول یی ولسونه ويشي؟ د اروپايي هیوادونو په پولو خاردار سیم شته؟ نشته، مګر پولې معلومې دي. د ایران او افغانستان، د افغانستان او شمالي ګاوڼدیانو، د امریکا او کاناډا….. او نورو هیوادونو ترمنځ اغزن تار شته؟ نه، تار نشته، خو پولې لري!
پس یوې نتیجې ته رسیږو چې د پولو موجودیت او نه موجودیت د اغزن سیم سره تړاو نلري. اغزن سیم يو ژوندی موجود نه دی او نه پریکړه کولی شي چې پوله جوړه کړي. دا خلک دي چې پولې جوړوي او په خوله وايي چې دا پوله رسمي ده او یا نه ده، او د دغه او هغه هیواد ترمنځ تیره شوې ده. دا خلک دي او د دوی حکومتونه دي چې پريکړې کوي او د پولو د منلو او یا نه منلو اواز په لوړ او واضح غږ پورته کوي.
اغزن تار نه د مخه هم د ډیورند کرښې ها خوا د پاکستان بیرغ رپيږي او د اغزن تار له غځولو وروسته به هم همدا حال وي. هیڅ سیاسي تغیر نه راځي. له بله پلوه د خط ها خوا نژدې د ۴۰ میلیونه پښتنو څخه ۴۰ کسانو هم چیغه پورته نکړه چې ولي اغزن سیم غځول کيږي؟ د قبایلي سیمو او پښتونخوا اصلي مالکين د همغه ځای خلک دي، خو هغوی چوپ دي…که وخت يی راشي او ګلخاني مفکوره تغیر وکړي د اغزن سیم له منځه وړل خو د برلین د کانکريتي دیوال څخه ډیر اسان دي. زموږ د ولسمشر اشرف غني د وینا مطابق، اغزن تار قیچي کول اسانه خبره ده.
پس د سیم غځول له سیاسي اړخه کوم د تشویش ځای نه دی. خو ایا نورې کومې اغیزې لري؟ زما په نظر د سیم غځول په ټوله لیکه د پاکستان په نسبت افغانستان ته زیاتې امنیتي او اقتصادي ګټې لري، او هغه هم د پاکستان په لګښت..
د سرتاسري سیم غځولو نه وروسته به کوم منفي او مثبت بدلونونه را شي؟
یو منفي اړخ يې له بده مرغه دادی چې د خط د دواړو طرفونو وحشي حیوانات به نور یوازې د سیم له سوریو یو بل ته ګوري.
خو مثبت اړخونه يي زیات دي:
۱ـ د خط دواړو خواوو ته اوسیدونکي سیمه ایز خلک به په کنترولي شکل د رسمي دروازو له لارو تګ او تګ کوي. زه دا منم چې دا به د خط په اوږدو کې یو شمیر کورنیو ته ستونزې وزیږوي خو په اوږد مهال کې او د افغانستان اوسنیو امنیتي ستونزو ته په کتو به دا یوه ډیره کوچنۍ قرباني وي.
۲ـ طالبان ، داعشیان او نور تروریستي ګروپونه به محدود شي. زموږ ټوله ستونزه له پاکستان سره د دغه ازاد او بې کنتروله خط له کبله ده.
۳ـ د پاکستان او افغانستان تر منځ به قاچاق چې اکثره د همدغې ازادې کرښې په اوږدو کې د اسونو ، عراده جاتو او انفرادي اشخاصو په واسطه کیږي، تر ډیره کم او محدود شي. افغان سرحدي قوتونه به په خاصو خطرناکو نقطو کې متمرکز شي. زموږ د اپينو، معدنیاتو ، فلزاتو او چارتراشو قاچاق له همدې لارو پاکستان ته کیږي. په دې معنا چې زموږ د معدنونو او ځنګلونو چور اوچپاول به بند يا ډیر محدود شي. د کوکنارو کرل به کم او د اپین نرخ به راولویږي او موږ به په ملیونونو پیسې سپما کړو.
۴. بنیادګرايی کتابونه او نور مواد به په اسانه د قبایلي سیمو له لارې زموږ بنیادګرو ته نه رسیږي. زموږ ټول د پولې په اوږدو کې پراته ولایتونه له بده مرغه توندلارۍ ته زیات تمایل لري او هغه له همدې کبله چې نیغ په نیغه د قبایلي خلکو تر اغیزې لاندې دي او قیابلي سیميې پاکستان په هدفي ډول له علم څخه لري ساتلي او د هند او افغانستان په مقابل کې يي په مذهبي بنیاد ګرايی روزلي دی.
البته نورې ډیر ګټې هم لري ، خو د لیکنې د اوږدوالي په خاطر نه غواړم چې نور دوام ورکړم.
راځی چې د اغزن سیم لګول په نیک فال ونیسو!!!!
پښتون ګوړه ګوړه کړی خوله یی خوږه ده
بی خبر دی چی بلا یی په سر پرته ده
چی مشران یی شو غله فاسد دا بس دی
د فاسدو د جهاد دا ثمره ده
د راشن په مینه مستو جهادیانو
روس خولاړ اوس نو ولی امریکه ده
وروره دایی لمړی سردی درسی سر پ اخیره کی دی
یوه سړی ژړل جی په سینه می مار تیرسو نو خلکو ویل خوړلی خو یی نه یی سړی ویل ژاړم په دی جی دا یی لار سوه نو افغانان له سوکه سوکه ډاریژی
بنیادګرای د پنجاب په ای اس ای کی ده نه د خیبر په پشتنو کی
پاته د نه وي چې ایران هم د ټالیبانو د حاکمیت په وخت کې نژدې ټوله سرحدي پوله په اغزن تارونو کلکه کړې ده ، زمونږ افغانان په مشکل سره د دوی خواته ور اوښتی شي خو د ایران له خوا پرېمانه وسلې خپلو بړېڅوته را لېږي.
زه له تاسو سره د سرحد د منلو په اړه موافق یم ، ځکه سرحدونه د دواړو خواو په توافق سره په ګډه تعیین او دېمرکېشن یا علامه ګذاري کيږي. د پنجابیانو له خوا یو طرفه سرحد جوړول او د سیمونو غزول د نړیوالو حقوقو له خوا په رسمیت نه پېژندل کيږي خو د پورته ذکر شویو ګټو ترڅنګ یو ضرر یې د ښاغلي اتل د مار مثال دی چې دا به یې لار شي.
ایکاش زمونږ پوله له پنجاب سره مالومه وای او د برلین له دیوال نه لوړ دیوال د اټک سیند پرغاړو تېر شوی وای چې د دغو شیطان صفتو منافقت ، مجاهلین ، ټالیبان ، داعشیان ، تقلبي مالونه او پاپور یې زمونږ خوا ته نه راليږلی.
اغزن تار پرې کول تالېب داعش او قاچاقبر ته څه خبره ده خو په قیچي به ېې پرې کوي
لږ ډوب ورته پام وکړی