تاند- هند د افغانستان د هوايي ځواک د زړو روسیي څرخکو د ترمیم او فعالولو لپاره له روسیې څخه پُرزې اخلي.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان د هوايي ځواک ۶ له کاره لوېدلي هیلي کوپترونه له روسیې څخه د پُرزو په رانیولو ترمیم کړي.
هند تر دې پخوا افغانستان ته ۴ هیلي کوپتر ورکړي دي.
د امریکا په پیسو د افغانستان د هوايي ځواک لپاره له روسیې څخه اخیستل شوي هیلي کوپترونه د پِرزو د نشتوالي له کبله غیرفعال شوي دي.
الوتکې پر له پسې ترمیم او د پُرزو بدلېدا ته اړتیا لري.
د هند رسمي سرچینې وايي، حکونت پرېکړه کړې چې له روسیې سره خبرې وکړي او د څرخکو د ترمیم مصرف ورکړي.
هند مخکې د افغانستان د شوروي د وخت د توپونو، زغرګاډو، ټانکونو او نورو وسلو د ترمیم وړاندیز هم کړی دی.
د افغانستان حکومت د روان کال په پیل کې له هنده غوښتي و چې له روسیې څخه د افغان هوايي ځواک د هیلي کوپترو لپاره پُرزې واخلي.
وروسته له دې چې روسیې د کریمیا ټاپووزمه له خپلې خاورې سره یوځای کړه، امریکا د افغان هوايي ځواک لپاره له روسیې څخه د هیلي کوپترو رانیول ودرول او پر ځای یې پرېکړه وکړه چې افغان هوايي ځواک ته امریکايي څرخکې ورکړي.
امریکا د یو شمېر سوپرتوکانو سپکو جنګي الوتکو ترڅنګ افغان ځواکونو ته څو بلک هاوک پرمختللي هیلي کوپترونه ورکړي او په پام کې ده چې ټولټال ۱۵۹ دا ډول هیلي کوپترونه ورکړي.
د دغو څرخکو لپاره په سلګونو افغان پېلوټانو او مسلکي کسانو روزنه روانه ده.