تاند- د افغانستان حکومت وايي، وټس اپ او ټیلګرام به په هیواد کې بند نه کړل شي.
د عبدالله عبدالله ویندوی دا خبره نن /دوشنبه/ وروسته له دې وکړه چې په وروستیو ورځو کې په ګڼو راپورونو کې وویل شول چې د افغانستان د انترنیټي خدماتو تنظیموونکې ادارې د انترنیټي خدماتو له ادارو غوښتي چې دا دوه شبکې موقتاً بندې کړي.
جاوید فیصل په ټویټر کې لیکلي«د افغانستان حکومت نه غواړي چې دا دوې شبکې بندې کړي. د وټس اپ او ټیلګرام فعالیت دوام لري.»
د شنبې په ورځ په راپورونو کې ویل شوي وو چې د افغانستان د انترنیت تنظیموونکې ادارې ټیلي کام د انترنیتي خدماتو له وړاندې کوونکو شرکتونو غوښتي چې په افغانستان کې د وټس اپ او ټیلګرام خدمات بند کړي.
همداراز د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر شهزاد اریوبي په یوه پیغام کې ویلي چې د ټیلي کام تنظیموونکو ته امر شوی چې د دغو شبکو خدمات په تدریجي ډول بند کړي.
ده ویلي چې دا پرېکړه وروسته له دې وشوه چې د دغو شبکو په اړه شکایتونه ورته وشول.
اریوبي په عین حال کې ویلي چې د دغو شبکو بندیز د بیان د ازادیو د محدودیت معنا نه لري «حکومت د بیان ازادۍ ته ژمن دی او په دې پوهېږي چې دا زموږ د خلکو لومړنی حق دی.»
د ټیلي کام لیک، چې د نوومبر په لومړۍ نېټه لیکل شوی، او د دې ادارې د یوه چارواکي له لوري لاسلیک شوی دی، انترنیتي کمپنیو ته لارښوونه کوي چې د ټیلګرام او فېسبوک (FB.O) او د وټس اپ خدمات سمدستي د ۲۰ ورځو لپاره بند کړي.
په وروستیو کلونو کې د انترنیټي خدماتو له زیاتېدا سره په افغانستان کې د وټس اپ او ټیلګرام په شمول له ټولنیزو شبکو استفاده خورا زیاته شوې ده.
تاند والو !
لطفاً په سرلیک کې (ارزاده) په اراده بدله کړئ .
مننه