تاند- د افغانستان اسلامي حزب وايي، په راتلونکو ورځو کې به په کابل ښار کې یوه لویه غونډه جوړه کړي.

د اسلامي حزب د سرچینو په وینا، په دې غونډه کې، چې په راتلونکو ورځو کې دایرېږي، د افغانستان روان حالات او د هیواد په چارو کې د اسلامي حزب راتلونکی رول څېړل کېږي.

اسلامي حزب وايي چې دا غونډه به، چې تابیا یې د دغه ګوند مرکزي شورا کړې ده، د اسلامي حزب یوه تر ټولو ستره او تاریخي غونډه وي.

ویل شوي چې په زرګونو کسان به په غونډه کې ګډون وکړي.

اسلامي حزب هیله لري چې دا غونډه به د افغانستان پر روانو حالاتو مثبت اغېز ولري.

حکمتیار روانه اوونۍ د انتخاباتو په خپلواک کمیسیون کې وویل چې په راتلونکو انتخاباتو کې به فعاله ونډه ولري.

One thought on “اسلامي حزب د هیواد پر حالاتو او د ګوند پر رول ستره غونډه جوړوي”
  1. حکمتیار صاحب چې کابل ته راغلی او ما یې خبرې اورېدلي دي،ټول اقدامات یې ملي او د ملت په ګټه دي. خدای دې کامیاب لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *