یوه فلسفه ده چې وايي، «غوښتل، رسېدل دي» او پر همدې باور لري. ډېره اسانه ده چې د یوې الهام بښونکې مقالې په لوستلو، د ټلوېزیون د یوې خپرونې په کتلو او یا هم د بريا په یوه سمینار کې په ګډون کولو سره پر خپل ځان باور پیدا کړی، له خپلې توانمندۍ ګټه واخلی او د هيلو ماڼۍ مو پرې ورغوی. دغه راز یوه ډله بدبین کسان هم شته چې تل منفي فکر کوي او همدا فکر یې د دې لامل شوی چې تل په غمونو کې پټ وي، بې له دې چې خپل ځان خراب کړي نور څه یې لاس ته نه ورځي. که تاسو پوه شی چې پر دې ډول کسانو په خپل ژوند کې کوم ډول بدې پېښې تېريږي او له خپل فکر څخه د زېږنده ستونزو له کبله څومره ځورېږي، هېڅکله به یې هم ملامت نه کړی. په هر صورت بدبیني هم د نور پديدو په څېر د پیدا کېدو ځیني عوامل لري؛ تر ډېره بریده بدبینو کسانو په خپل ژوند کې څو ځلې ماتې خوړلې وي او له زیاتو کوښښونو سره سره بیا هم نه وي توانېدلي چې موخو ته ځان ورسوي. تجربو او څېړنو ښودلې چې دغه ډول کسان بالاخره دې پایلې ته رسېدلي چې موخې ته رسېدل په عزم او ارادې پورې نه دي تړلي، بلکې بریالي کسان یوازې خوش چانسه دي، چې کولای شي خپلې موخې ته ورسېږي، خو داسې نه ده.