تاند- شمشاد تلویزیون وايي، پر دغه چاینل تروریستي برید پای ته رسېدلی او خپرونې یې بیا پیل کړي دي.

افغان امنیتي ځواکونو ټول ترهګر له منځه وړي او جګړه پای ته رسېدلې ده. په تلویزیون کې دننه نښتې ۳ ساعته دوام وکړ.

د خاصو افغان ځواکونو قوماندان وايي چې دوی د شمشاد تلویزیون په ودانۍ کې دي او تروریستان یې ځپلي دي.

د قوماندان له څرګندونو وروسته شمشاد تلویزیون خپرونې پیل کړې او ویې ویل چې نښته پای ته رسېدلې ده.

پولیس وايي، په دې برید کې یو تن شهید شوی دی. شمشاد تلویزیون وايي چې ۲۰ تنه کارکوونکي یې ژوبل شوي دي.

دا تلویزیون همداراز وايي چې یوه ښځینه او یو نارینه ساتونکي شهیدان شوي دي.

امنیتي ځواکونو د شمشاد تلویزیون له ودانۍ ۱۲ نارینه او ۶ ښځینه کارکوونکي او د دغه تلویزیون له وړکتون څخه ۲۳ ماشومان هم ژغورلي دي.

داعش تروریستي ډلې ادعا کړې چې ۲۰ تنه پولیس او د شمشاد کارکوونکي یې وژلي دي.

د افغانستان ولسمشر پر شمشاد تلویزیون تروریستي حمله وغندله

ولسمشر محمد اشرف غني پر شمشاد تلویزیون د نن ورځې تروریستي حمله په کلکه وغندله ویې ویل«ترهګر په داسې جنایتکارو بریدونو د رسنیو او د بیان د ازادۍ، چې د اساسي قانون ستر ارزښت او د حکومت مهمه بریا ده، مخه نه شي نیولی.»

امنیتي ځواکونه د شمشاد تلویزیون په شاوخوا کې

داعش تروریستي ډلې ادعا کړې چې ۲۰ تنه پولیس او د شمشاد کارکوونکي یې وژلي دي. لاندې د داعش ادعا د خبر نور جزییات کتلی شئ

شېبه په شېبه* پر شمشاد تلویزیون تروریستي برید دوام لري

تاند- وسله وال ترهګر په کابل کې د شمشاد تلویزیون ودانۍ ته ننوتلي او ډزې یې پیل کړي دي.

حمله په ۱۰ بجې او ۴۵ دقیقې د شمشاد تلویزیون د ودانۍ په خوله کې په انتحاري برید پیل شوه. د شمشاد تلویزیون ودانۍ حضوري جمن ته څېرمه ده.

دا هغه تاکتیک دی چې طالب او داعش ترهګر ورڅخه تل کار اخلي.

امنیتي ځواکونه د شمشاد تلویزیون لور ته خوځېدلي او ودانۍ یې محاصره کړې ده. خو ډزې لا هم اورېدل کېږي.

دا خبر لاندې بیا بیا تازه کېږي.

*سیمې ته امبولانسونه رسېدلي او ویل کېږي چې څو ټپیان یې روغتونونو ته رسولي دي خو ډزې لا روانې دي.

 *وسله وال طالبان وايي چې پر شمشاد تلویزیون برید د دوی کسانو نه دی کړی.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد وايي چې دا حمله له دوی سره ارتباط نه لري.

تراوسه بلې ډبې د حملې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

* له تلویزیون څخه د شمشاد یوه روغ وتلي کارکوونکي وویل چې په ودانۍ کې شاوخوا ۱۰۰ تنه کارکوونکي پاتې دي.

*رویټرز خبري اژانس وايي، یوه امنیتي چارواکي ورته ویلي چې دوی یو انتحارګر وژلی خو بل ډزو ته دوام ورکوي. لا سمه څرګنده نه ده چې د حمله کوونکو شمېر څومره دی.

*د شمشاد تلویزیون خپرونې درېدلي دي.او یوازې دا عکس لیدل کېږي.

*یوې بلې امنیتي سرچینې هم وویل چې یو تروریست وژل شوی او بل د امنیتي ځواکونو خوا ته لاسي بمونه غورځوي. لا هم د احتمالي مرګ ژوبلو شمېر نه دی معلوم.

*ازادي راډیو بیا وايي چې شاهدانو ورته ویلي چې لږترلږه ۳ وسله وال د شمشاد تلویزیون ودانۍ ته ننوتي دي. ړا راډیو وايي چې د تلویزیون اکثره کارکوونکي په ودانۍ کې دننه پاتې دي.

*بي بي سي ته د شمشاد یوه روغ وتلي کارکوونکي ویلي چې له دوهم پوړه یې ځان غورځولی او اکثره کارکوونکي د ودانۍ په لومړي پوړ کې بند پاتې دي.

*د شمشاد تلویزیون یوه ژغورل شوي کارکوونکي فیصل ځلاند فرانس پریس خبري اژانس ته وویل«ما په امنیتي کمره کې ۳ حمله کوونکي ولیدل چې ودانۍ ته راننوتل. دوی لومړی د ساتونکو خوا ته لاسي بمونه وغورځول او بیا ودانۍ ته داخل شول. هر لور ته لاسي بمونه غورځوي.»

*د شمشاد تلویزیون د سیاسي خپرونو مسوول میرویس ستانکزي بي بي سي ته ویلي چې د تلویزیون کارکوونکي له خوندي لارې له ودانيۍ وتلي دي. امنیتي ځواکونه له ترهګرو سره په جګړه بوخت دي.

*د شمشاد له لوري په یوه ټویټ کې د تلویزیون کارکوونکو ته د مرګ ژوبلو یادونه شوې ده خو دقیق شمېر یې نه دی په ګوته کړی.

*د جرمني خبري اژانس د شمشاد تلویزیون د کارکوونکو په قول وايي چې د دغه تلویزیون لږترلږه ۵ کارکوونکي شهیدان شوي دي.

*یوه افغان پولیس جان اغا، چې رتبه او دنده یې نه ده یاده شوې، لوېدیځو رسنیو ته ویلي چې د حمله کوونکو شمېر ۳ تنه وو، چې یوه په دروازه کې ځان چاودولی، یو د امنیتي ځواکونو له لوري ویشتل شوی او درېم مقاومت کوي.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی نجیب دانش هم تاییدوي چې د حمله کوونکو شمېر ۳ تنه دی چې یوه انتحار کړی، دوهم د پولیسو په ډزو وژل شوی دی.

*په داسې حال کې چې شمشاد تلویزیون له خپلې رسمي ټویټرپاڼې څخه په خپاره کړي ټویټ کې د تلفاتو یادونه کوي، د کابل د پولیسو ویندوی بصیر مجاهد هم تاییدوي چې مرګ ژوبلې پېښې شوي خو شمېر یې څرګند نه دی.

*د شمشاد یوه کارکوونکي فرانس پریس اژانس ته وویل، د تلویزیون کارکوونکي لا هم په ودانۍ کې محاصره دي. او ډزې روانې دي. مخکې بي بي سي ته د شمشاد یوه مدیر ویلي و چې د تلویزیون ټول کارکوونکي روغ وتلي دي. ګومان کېږي چې لږترلږه ۱۰۰ تنه کارکوونکي د تلویزیون په ودانۍ کې دي.

*د چین خبري اژانس سنهوا د شاهدانو په قول وايي پر شمشاد تلویزیون په حمله کې لږترلږه ۲ تنه وژل شوي او ۳ نور ژوبل دي.

سینهوا ته شاهدانو ویلي چې د حمله کوونکو شمېر ۴ تنه و. یوه یې په لومړیو شېبو کې ځان الوزولی او درو نورو ته یې لاره پرانیستې چې ودانۍ ته ننوځي.

*د کابل د پولیسو ویندوی بصیر مجاهد سي این این تلویزیون ته وویل چې د حمله کوونکو دقیق شمېر نه دی څرګند. یو تن یې وژل شوی او پولیس هڅه کوي چې نور هم له منځه یوسي.

*پژواک خبري اژانس د شاهدانو په قول وايي چې د شمشاد لږترلږه ۱ کارکوونکی وژل شوی دی.

*د شمشاد تلویزیون یوه مدیر عابد احساس وویل، حمله کوونکو د پولیسو یونیفورم اغوستی وو. ودانۍ ته راننوتو سره سم یې په لاسي بمونو برید پیل کړ. بیا یې د تلویزیون پر خبري څانګې حمله وکړه او هر څوک چې په مخه ورتلل، ډزې یې پرې کولې. احساس وايي چې اکثره کارکوونکي وتښتېدل؛ ځینو له کړکیو ټوپ کړل.

*امنیتي سرچینې وايي، د شمشاد تلویزیون لږترلږه دوه کارکوونکي، چې یوه یې ښځه ده، شهیدان شوي او لږترلږه ۲۰ خبریالان یې ژوبل شوي دي. خو د دې لپاره چې ډزې لا روانې دي، د تلفاتو دقیق شمېر څرګند نه دی.

*د شمشاد تلویزیون یو شمېر کارکوونکي هغه مهال ژوبل شوي چې له دوهم منزل څخه یې لاندې ټوپ واهه.

داعش تروریستي ډله وايي، ۲۰ تنه یې وژلي

د داعش تروریستي ډله وايي چې پر شمشاد تلویزیون په حمله کې یې لږترلږه ۲۰ تنه امنیتي ځواکونه او د تلویزیون کارکوونکي وژلي دي.

داعش د خپلې ادعا کوم ثبوت وړاندې نه کړ. دې ډلې پر شمشاد د حملې ادعا په خپله اعماق ویبپاڼه کې کړې ده.

شمشاد تلویزیون په خپله ټویټر پاڼه کې ویلي چې یو شمېر کارکوونکي یې وژل شوي یا ټپیان دي.

تراوسه پورې د داعش ادعا د خپلواکو سرچینو یا د شمشاد تلویزیون او امنیتي ځواکونو له لوري تایید شوې نه ده.

4 thoughts on “شمشاد تلویزیون خپرونې بېرته پیل کړې”
  1. اخواني تنظیمونه، طالب داعش او جمعیت اصلاح دا ټول د آی ایس آی د یوه زنځیر کړۍ دي. تنظیمونو مخکې کالونو کې خپله وظیفه ترسره کړې، د دطالبانو د پروژې یوې برخې تنظیمونو پسې کار وکړ بلې یې دا څو کاله بیا وکړ او اوس هماغه کار میډ اېن پاکستان داعش ته ورو ورو ورسپارل کیږي او طالب د سپي زوی به ورو ورو چې په ځان پوهیږي او سړی ترې جوړیږي نو زوړ غویی به وي بیا به توبې وباسي او په خپلو کړو به پښېمان وي او جمعیت اصلاح والا د راتلونکي وخت پروژه ده چې را روانه ده ځکه له اوس نه لا د ډېرو افغانانو پر ضد د سیکولر او بې دینه الفاظ کاروي.

  2. ښایي طالبانو دا کار نه وي کړی، کوم بلې ترهګر ګروپ کړي وي، یا کوم بل جهاتي – ډموکرات ګروپ د مرګ رباټونه په رباټ بازار کې اخیستي وی… خو: په شمشاد د ځان چولو کراهت د معلم وژنې، متعلم وژنې، مکتب سیځنې، مکتب و روغتون بندونې، پول و سرک ورانونې او…. نه ډېر نه دی، دوی دې تشویش نه کوي

  3. محنرمه وروره سلامونه او نیکی هیلی می ومنی له اوږدی مودی راهسی ستاسی ویب پاڼه ورم او ډیره می خوښیږی واقعاْ دحقیقت نه ډک او په زړه پوری مطالب پکی خپریږی ماهم درسره مل وساتئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *