تاند- په نړۍ کې د سړکونو، البته پخو یا قیر سړکونو پر ترمیم ډېرې پیسې لګول کېږي او تر ټولو بده یې لا دا ده چې عموماً پینه شوی ځای ډېر دوام نه کوي ځکه چې ښه نه کوشیر کېږي.
په بریتانیا کې څېړونکو د سړکونو د درزونو د ترمیم لپاره یوه نوې طریقه موندلې ده.
د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، بریتانیايي څېړونکي توانېدلي چې د سړکونو درزونه د لمرګلي د غوړیو په وسیله ترمیم کړي.
عموماً په قیر یا اسفالټ سړکونو کې درزونه په کندو او کپروکو پیل وي.
د ناټینګهم پوهنتون انجینران، چې دا طریقه یې اختراع کړې، وايي چې د لمرګلي غوړي سړک نه ښویه کوي؛ بلکې له قیر سره مرسته کوي چې پخپله ترمیم شي.
په دې ازمېښت کې د لمرګلي جامد غوړي یا کپسولونه له قیر سره ګډ کړای شول او وروسته څرګنده شوه چې دا ماده د قیر درزونه او چاکونه له منځه وړي.
د دوی په باور د لمرګلي په غوړیو د بریتانیا د انګلیستان یا انګلنډ د سړکونو درزونه د کال ۸۸ ملیون پونډه لګښت ته اړتیا لري چې دا په نسبي ډول ډېره ارزانه لار ده.
د هايي وېز انګلنډ (Highways England) کمپنۍ، چې پر دې څېړنې یې پانګونه کړې ده، وايي چې په ۵ کلونو کې به د انګلیستان په ټولو سړکونو کې د لمرګلي له غړیو کار واخلي.