تاند- ټاکل شوې ده چې د نړۍ تر ټولو د قوي لیزر د وړانګو قدرت په ۲ ملیون ډالرو له ۳ لکه ملیارد واټو ۵ لکه ملیارد واټو ته زیات شي.

د ساینس خپرونې د راپور له مخې، د امریکا د ساینس ملي بنسټ د نړۍ تر ټولو قوي لیزر ته دا بودجه ځانګړې کړې ده.

د میشګان پوهنتون ساینسپوهان د نړۍ د نورو هیوادونو د څېړونکو په همکارۍ غواړي چې د هیرکولس (HERCULES) لیزر د وړانګو قدرت، چې اوس هم د نړۍ تر ټولو قوي لیزر دی، له ۳ لکه ملیارد واټ څخه ۵ لکه ملیارد واټ ته لوړ کړي.

ښايي ځینو ته دا پوښتنه پیدا شي چې د دې کار هدف څه دی او یا یې ګټه څه ده؟

ساینسپوهان د قوي لیزر په وسیله د طبي او امنیتي چارو لپاره د ایکس وړانګو او ذرو د تولید په خاطر کوچنۍ الې جوړولی شي.

د هیرکولس لیزر قدرت له ۵ لیزري پمپونو ترلاسه کېږي.

د اوسني لیزر قدرت یا ظرفیت  په هر سانتۍ متر مربع کې یو ملیارد تریلیونه دی. خو له ۳ لکه ملیارد واټو ۵ لکه ملیارد واټو ته له لوړېدو وروسته به د لیزر قدرت له دوه تر درې برابره زیات شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *