تاند- پر شمشاد تلویزیون له تروریستي حملې څو ساعته وروسته د امریکا مرستیال ولسمشر مایکل پینس تېره شپه د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته ټېلفون وکړ او د افغانستان پر امنیتي حالاتو یې خبرې وکړې.

د امریکا د مرستیال ولسمشر دفتر د امریکا په وخت پرون سې شنبه (د افغانستان تېره شپه) وویل، دواړو خواوو په ټېلفوني خبرو کې د افغانستان د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو پر مورال د ولسمشر ټرمپ د جنوبي اسیا او افغانستان د وروستۍ ستراتیژۍ پر اغېز، او د طالبانو په اړه خبرې وکړې.

د امریکا د مرستیال ولسمشر دفتر وايي چې ښاغلي پینس د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو زړه ورتیا او د یاغیانو او القاعده او داعش په شان د نړیوالو ترهګرو خلاف د دوی د سرشیندونو ستاینه وکړه.

ښاغلي پینس د افغانستان د حکومت له لوري د اصلاحاتو او راتلونکو انتخاباتو ته د تیاریو ستاینه هم وکړه، ویې ویل چې دا ټول د افغانستان له ثبات سره مرسته کوي.

دواړو خواوو د افغانستان او امریکا ترمنځ پر تلپایه مشارکت ټینګار وکړ.

د افغانستان حکومت د دغه خبر د خپرېدو تر شېبې پورې د ولسمشر غني او د امریکا د مرستیال ولسمشر مایکل پینس د ټېلفوني خبرو په اړه څه نه دي ویلي.

دا خبرې څو ساعته وروسته له دې وشوې چې وسله والو تروریستانو په کابل کې پر شمشاد خپلواک تلویزیون برید وکړو دوه تنه یې شهیدان او ۲۰ تنه نور ژوبل کړل.

داعش تروریستي ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه واخیست.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *