محمد نذیرزاهد |
د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د هېواد او خلکو د امنیت د تامین لپاره بېسارې قربانۍ ورکړې دي او د افغانستان خلک د دوی د دې سرښندنو او قربانیو په ارزښت پوهېږي.
په هېواد کې وروستیو پېښو او د امنیتي ځواکونو لاسته راوړنو وښوده، چې افغانان په خپلو ظرفیتونو خپل هېواد ساتلای او ترهګرۍ د ګواښونو مخنېوی کولای سي. ولس ، د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر ظرفیتونو باور لري او افغان ځواکونه د ترهګرو د ګواښونو د له منځه وړلو پوره وړتیا لري.
ولس له خپل هیواد او ملي ګټو د ساتني په لاره کي د نظام د ملاتړ لپاره ژمن دی؛ ځکه خو امنیتي ځواکونو د خلکو په باور په پلازمېنې او نورو ولایتونو کې امنیتي حالات کابو کړيدي.
د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه، د افغانستان د حاکمیت ساتونکي، د ملي یووالي ممثلین او د هېواد ریښتینۍ سرتیري دي، د هېواد د دې تاریخ جوړونکیو بچیانو څخه ملاتړ، د ټولو وګړیو ملي وجیبه ده.
د هیواد او خلګو دښمنان په خپلو ټولو عملیاتو کې ناکام سوي دي، همدا دلیل دی چي په مقدسو ځایونو کې د عامو خلکو په وژلو لاس پورې کوي. د دغسي غدار او مکار دښمن ماته او له منځه وړل د ولس د پرګنو او ټولو اقشارو اتحاد، اتفاق او یووالي ته اړتیا لري ترڅو په ګډه د خپلو امنیتي قواو ترشا ودریږو.
د وطن او خلکو څخه د دفاع په لار کې زموږ د امنیتي سرتیرو کارنامې به په زرینو کرښو تاریخ ولیکلي، ځکه دا میړني سرتیري د نظام او هېواد بقا تضمین کړې ده ..
د تېرو کلونو په پرتله اوس زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه په مراتبو قوي سوي دي او د افغانستان دښمنان هم په دې پوه دي، ځکه نو په بېلابېلو برخو کې د زړورو امنیتي او دفاعي ځواکو له خوا په نښه سوي دي چي بالاخر به ماته خوري .
زموږ د امنیتي ځواکونو د بریالیتوب راز له هغوی څخه د ولس په ملاتړ کي نغښتی دی ، د هېواد له دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه د خلکو اوسني ملاتړ په تېرو سلو کالو کې سابقه نه درلوده، خلک او دولت مو په ټول توان سره د امنیتي قواو تر څنګ ولاړ دي.
په مساجدو او دیني او مذهبي مقدسو اماکنو کي د تروریستی حملاتو څخه یوه موخه د خلګو ویشل او زموږ ملي یووالي ته زیان رسول دي . دا مهال زموږ د ملت او ملي وحدت پر ضد فعال جنګ روان دی، ځکه د افغانستان دښمنانو د جګړې په ډګر کې ماته خوړلې ده، اوس غواړي جنګ د خلکو منځ ته راوړي او عامه روحیه کمزوري کړي.
د هیواد دیني عالمان هم ددې ترڅنګ چي د افغان سرتیرو پروړاندي جنګیدونکي ډلي باغیان او واجب القتل ګڼی د ملي امنیتي سرتیرو مړینه شهادت بولي او په ټوله معنی ورڅخه حمایت کوي.
د تیري شنبې په ورځ د رواني عیسیوي میاشتي پر ۴ د خوست ولایت لسګونو دیني عالمانو او قومي مخوروپه هغه غونډه کې چې د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ يې جوړه کړې وه، هغه ډلې او افراد وغندل چې پدې هېواد کې د جګړو دوام ته لمن وهي او افغان وژنې ته جواز ورکوي.
دوی زیاته کړه چي افغان امنیتي ځواکونه هره ورځ د اسلام او افغانستان څخه د دفاع په لاره کې قریاني ورکوي، نو علماء يې مرګ شهادت بولي او ملاتړ يې کوي.
د غونډې یو ویناوال قاري عزیز الرحمن مصباح په خپلو خبرو کې وویل:( موږ علماء کرام او قومي مخور د هغو خلکو اعمال په کلکو ټکو غندو چې زموږ په هېواد کې جنګ او جګړو ته دوام ورکوي، بې ګناه افغانان وژني، د هغوی وژنې ته جواز ورکوي، هغه کسان افغانان ندي بلکې د افغانانو دښمنان دي، افغان امنیتي ځواکونه هره ورځ د اسلام او افغانستان څخه د دفاع په خاطر قرباني ورکوي، موږ د خپلو امنیتي ځواکونو مړینه شهادت بولو او په دښمنانو يې غږ کوو، چې افغان ولس د خپل هېواد نه دفاع کوي او کولای شي.)
دغي غونډي ته یو تن مخور قومي مشر حاجي رسول محمد خان تڼی په خبرو کي وویل چي د افغان امنیتي ځواکونو سرتیري او منسوبین د دوی وروڼه او اولادونه دي او که اړتیا پېښه سوه، خلک به دوی سره د وطن د دفاع په مورچلو کې څنګ په څنګ ودریږي.
دا څرګندوني د ملي امنیتي ځواکونو څخه د ولس او روحاني قشر د پراخ ملاتړ څرګندونه کوي او همدا دلیل دی چي اوس ورځ تربلي زموږ ملي امنیتي ځواکونه په بشپړه توګه پرځان بسیاکیږي او په ډیره ښه توګه د ولس او خاوري ساتنه کوي.