تاند- یوه بریتانوي نوښتګر (مخترع) د لومړي ځل لپاره د جټ د انجن په قوت چلېدونکې جامې جوړې کړي چې په وسیله یې انسان والوتلی شي.

د بي بي سي د راپور له مخې، ریچارد براونینګ د ریډینګ په سیمه کې پر یوه جهیل والوت.

د ده سرعت په ساعت کې ۵۱ کیلومتره او ۵۳ متره دی او الوت یې د ګینس په نړیوال ریکارډ کې ثبت شو.

دی وروسته په اوبو کې ولوېد خو وايي چې په راتلونکي وخت کې به له دغو جامو ښه استفاده وکړل شي.

براونینګ وايي چې د دغو کالو د کارولو لپاره نه کوم لارښود کتاب شته؛ نه څه زده کړې ته اړتیا ده خو یو څه لامبو پکار ده چې د چا زده وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *