تاند- دا عکس د شاهد خان دی چې د ۱۹۵۰ م کال د جولای په ۱۸ مه د پاکستان د متوسطې طبقې په یوه کورنۍ کې زېږېدلی.

په ماشومتوب کې به یې راډیوګانې پلورلې او ترمیمولې؛ د دې ترڅنګ به یې طنز کتابونه ملګرو ته د لوستلو لپاره په کرایه ورکول.

په شپاړس کلنۍ کې شاهد خان امریکا ته لاړ څو مهندس (د معمارۍ انجنیر) شي. د خپل دې ارمان د پوره کولو لپاره د شیکاګو په ایلینویس پوهنتون کې داخل شو.

د دې لپاره چې د پوهنتون لیلیې د شپې ۲ ډالره ورڅخه غوښتل، شاهد خان کار پیل کړ. د ده لومړنی کار د لوښو مینځل و چې په ساعت کې به یې ۱ ډالر او ۲۰ سینټه ورکول.

«زه له پاکستانه راغلم، ما واوره نه وه لیدلې، له پاکستانه د راتګ په دوهم سهار مې په یو ساعت کې د یو ډالر او  ۲۰ پینسو په بدل کې د لوښو مینځل پیل کړل. ما له ځان سره فکر کاوه چې زه په درسته نړۍ کې تر ټولو نېکمرغه انسان یم، ځکه چې زه د پاکستان تر ۹۹ فیصدو خلکو زیاتې پیسې ګټم.»

د پوهنتون د لومړي سیمستر په لړ کې شاهدخان پوی شو چې په مهندسي کې ډېرې پیسې نه شي ګټل کېدای. نو یې مسلک بدل کړ. ۴ کاله وروسته له صنعتي انجنیرۍ څخه فاغ شو.

په ۱۹۷۸ م کال یې په ۱۶ زره ډالره، چې سپمولي یې و، او له کمپنۍ څخه په ۵۰ زره ډالر پور یې د موټر د بمپر جوړولو کار پیل کړ.

د ده کمپنۍ د پیک اپ موټرو لپاره بمپرونه جوړول او د دغو موټرو باډۍ یې ترمیمولې.

په دوو کلونو کې شاهد دومره پیسې پیدا کړې چې هماغه کمپنۍ، چې ده پخوا پکې کار کاوه، په بیه واخیسته.

د شاهد د سخت کار له کبله د ده کمپنۍ په امریکا کې د ټولو تویوتا موټرو د پُرزو برابروونکې شوه.

دا د شاهد لپاره د هغه بري لومړی خوند و چې دی یې په لټه کې و.

له کلونو هڅو وروسته د ده عاید له ۱۷ ملیون ډالرو په ۲۰۱۰ م کال کې ۲ ملیارد ډالرو ته ورسېد.

د ۲۰۱۱ تر پایه په امریکا او له امریکا دباندې د شاهد خان د مامورینو او کارکوونکو شمېر ۱۲۴۵۰ تنو او د فابریکو یا تولیدي تاسیساتو شمېر ۴۸ ته رسېدلی و.

په دې وخت کې د شاهدخان عاید ۳ ملیارد ډالرو ته رسېده.

ډېر وخت نه و وتلی چې ده جکسونوویل جګوار موټرونه په ۷۶۰ ملیون ډالره رانیول.

شاهد په امریکا کې لومړنی له بهره راغلی وګړی دی چې د امریکايي فوټبال د غوره لیګ یوه لوبډله یې واخیسته. دی د غوره لیګ د فدرېشن د مشرتابه پلاوي غړی هم دی.

په ۲۰۱۳ م کال شاهد د لندن فولهم فوټبال کلب واخیست. فولهم د انګلیستان د غوره لیګ لوبډله ده.

فوربس مجلې د ده عکس پر خپله پوښتۍ چاپ کړ، ویې لیکل چې شاهد خان د نړۍ په ۴۰۰ تر ټولو شتمنو کسانو کې ۷۰ یم دی.

شاهد اوس ۷ ملیارده او ۲۰۰ ملیون ډالره شتمني لري.

شاهد خان د پوهنتون د دورې له ملګرې ان کارلسن سره واده کړی، دوه ماشومان لري.

دی د شیکاګو د یوې اسمانڅوکې ودانۍ په پینټ هاوس (خورا لوکس اپارتمان چې د ودانۍ په پاسنۍ برخه کې وي) کې اوسي. دا ۹ زره فوټ مربع لوی پینټ هاوس ۸ ملیونه او ۳ لکه ډالره ارزښت لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *