| خبریال: پښتون مل
د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کې سلګونو کسانو د ولسې جرګې له خوا په تذکرو کې د اسلام او افغان کلیمو د لیکلو په ملاتړ لاریون وکړ
دغه لاریون چې سهار نهه بجې د شاه جوي ولسوالۍ د بازار له ختیځې برخې پيل شوی و څه باندي دولس بجې پای ته ورسید او ګډونوالو یې د کابل کندهار پر لویه لاره مظاهره وکړه
د دغه پروګرام یو تن تنظیموونکي عبدالهادي هادي وویل چې اسلام او افغان د دوي دیني او ملي ارزښتونه دي او ساتنه یې دوی خپل فرض بولي
نوموړي وویل په لاریون کې شاوخوا زرو تنو برخه درلوده او د هغه چا خلاف یې شعارونه ورکول چې په تذکرو کې د دین او ملت له لیکلو سره مخالفت کوي ځکه د ده په وینا دا کار یې د افغانانو د ارزښتونو خلاف دي
د لاریون یو بل ګډونوال نجیب الله وویل افغان دولت باید هغه کسان چې د ولس د ارزښتونو خلاف نظرونه لري باید له دولتي څوکیو لیري کړي تر څو د ولس او حکومت تر منځ فاصله لا ډيره نشي
د ده په خبره د نورو هیوادوالو تر څنګ د زابل خلګ هم د ولسي جرګې د وروستۍ پریکړې غندنه کوي او هیله من دي چې مشرانو جرګه او ولسمشر به د ملت غوښتنې ته احترام وکړي
لاریون کوونکو چې بیلابیل شعارونه یې لیږدول ګواښ وکړ چې که د تذکرو په اړه را پورته شوی جنجال ژر تر ژر حل نشي دوي به خپلو لاریونونو او نورو قانوني حرکتونو ته دوام ورکړي
د زابل ولایت د شاه جوي ولسوالۍ ولسوال وزیرمحمد جوادي وویل سوله ییزې مظاهرې د قانون سره سم د هر افغان حق ده او دولت یې امنیت نیسي
نوموړي وویل په شاه جوي ولسوالۍ کې د جمعې د ورځې پيل شوی لاریون بې له کومې ستونزي پای ته ورسید.
د زابل د شاه جوي ولسوالۍ سلګونه اوسیدونکي په داسي حال کې د تذکرو په اړه د ولسي جرګې د پریکړې غندنه کوي چې تیره اونۍ په کلات ښار کې هم مدني ټولنو د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې د وکیلانو له فیصلې سره خپل مخالفت په ډاګه کړ.