نن جمعه:مبارکه د ۱۳۹۶هـ ل کال دلړممیاشتي نولسمه نېټه په هلمند ادبي بهیر کي شانداره ادبي غونډه ترسره سوه، چي په دغه غونډه کي دمرکز او ولسوالیو، لسګونو شاعرانو اوادبپالو ګډون کړی وو.

غونډه د قرانکريم په تلاوت پيل سوه.

ورپسې د هلمند ادبي بهير مشر سيدمحمد (حیرت) دغونډي پرانيستونکې وینا ګډونوالوته واورول اود ادبي بهیر دغړوڅخه یې وغوښتل چي هر غړی خپل ژوند لیک او د خپلي لیکوالۍ یوه بېلګه د رواني اونۍ تر پایه پوري د هلمند ادبي بهیر نشراتي څانګي ته وسپاري، ترڅو د ملګرو ژوندلیکونه د کتاب په بڼه چاپ سي. همداراز حیرت د باختر تلویزیون له ادارې او په خاص ډول د ادبي بڼ خپروني چلونکو څخه مننه او ستاینه وکړه چي تل يې د ادبي هڅو د انعکاس او پرمختګ لپاره نه ستړي کېدونکي هلي ځلي کړي دي.

د غونډي دوهمه برخه نثر ته ځانګړې سوې وه، چي د لیکوالانو لخوا ترتیب سوي نثرونه او ادبي ټوټې ولوستل سوې.

 ورپسې د غونډي پهوروستۍ برخه کي، شاعرانو پخپل نوبت سره ترتيب کړي شعرونه د غونډي پر ګډونوالو ولورول.

د نننۍ مشاعرې د غزلونو څخه مو د ځوان شاعر او لیکوال عرفان همدرد دغه لاندنی غزل د بیلګي په ډول رانقل کړې، ويې لولئ او خوند ترې واخلی.

غزل

سلګو نیولی ومه ته مي یادېدلې بیګاه
په زړه او ذهن مي بلها را ورېدلې بیګاه

زما وجود لکه کالبد،زما څهره د مړي
خپلي ارواوي هم له مانه ترهدلې بیګاه

کربلا نه وه د پښتون خانه خراب کلی ؤ
د ظلم حد،د وینو داري مي لیدلې بیګاه

فضا عطرینه وه،جنت غوندي احساس مي وکړ
مړې خوشبوياني دي له سترګو حسېدلي بیګاه

همدرده مور راته لګیا وه ما په غریو ژړله
د ماشومتوب خوږې کیسې مي اورېدلې بیګاه

شاعر: عرفان همدرد

هلمندادبي بهیر رسنیزه څانګه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *