دقیقه تېره نه وه چې ور یې راخلاص کړ، له ستړي مشۍ وروسته یې بلنه راکړه او ویی ویل: ــ دې کوټه کې کښینه؛ زه 2 دقیقو کې راځم؛ هاخوا دېخوا مې کتل، د توشکې یوې څنډې ته مې پام واوښت چې کتابچه پری پرته وه، د کتابچې پر سر په شین قلم لیکل شوي وو (زما ژوند). دې عنوان زه ورجذب کړم او په زړه کې مې وسوسه شوه چې دننه به پکې څه لیکل شوي وي؟ په دې ښه پوهیدم چې د نورو له اجازې پرته د هغوى څیزونو ته لاس وروړل ښه نه دي خو رنګارنګ فکرونه سبب شول چې کتابچه پرانیزم. لومړي مخ کې مې ولوستل:

ـــ زما خوږ پلارجانه! ډیر مې یادیږې، الله دې وبخښه، تل درته دعا کوم، ورور مې دې هم الله وبخښي؛ هغه ته هم له الله ج نه جنت غواړم. مور مې هم تل الله ته سوالونه کوي… دا پاڼه مې نیمه نالوستې پریښوده او د دې لپاره چې هغه ژر رانشي بله ورقه مې واړوله.

ـــ جانانه! الله به خیر کړي، ته اندیښنه مه کوه، که الله ج غوښتل دا دښمني به هم پای ته ورسیږي، الله ج مهربانه دی… د دې لپاره چې د هغې د راتلو نه مخکې د کتابچې په دننه کيسې ځان وپوهوم، ژر ژر مې پاڼې اړولې، خو په هر مخ کې مې تر هر بل توري د الله نوم ډیر تر سترګو شو، داسې چې کتابچې له یې یو ځانګړی ډیزاین ورکړی وو. په همدا وخت کې هغې غږ کړ:

ـــ زما ژوند! کله چې له خامک ګنډلو او کارونو اوزګاره شم بیا د زړه د آرامولو لپاره ولیکم. پداسې حال کې چې د اجازې پرته مې لیکنې لوستې وې او د خجالتۍ احساس مې کاوه خو د کنجکاوۍ له مخې مې ورته وویل: رنګې او پنسل دې نه درلودل چې ټول مخونه دې د الله ج په نامه ډیزاین کړي؟ سترګې یې اوښکو ونیولې، داسې لکه آسمان چې ورېځ ونیسي، په مسکا یې راته مخ کړ:

ـــ هغه ډیزاین نه دى، پلار او ورور خو جنګونو رانه واخیستل زه او مورکۍ خدای پریښودو په داسې دنیا کې چېرته چې په تش غږ هم ښځه وژل کیږي، نو ځکه د ځان د ساتنې لپاره الله الله ډیر یادوو… د دې له اوریدو وروسته د څه ویلو نه وم، بس هغه په بی شمیره ځل د الله لیکل شوی نوم مې په ذهن کې ګرځېده چې دې خپل د سختي، بیچاره ګي او بی وسې په وختونو کې یاد کړي وو. زه چې هم خالي لاس ورغلې وم او هیڅ مرحم راسره نه وو ما هم  ورته وویل: الله دې پر تاسو ورحمیږي! او  ترې روانه شوم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *