حميد هڅاند

په پرو «قطعو» کې یوه لوبه ټېکه نومېږي. که درې نور کسان «رنګ» نه ووایي، څلورم کس مجبور دی رنګ وټاکي او لږ تر لږه اته جبري لاسونه وګټي. په دې لوبه کې اته لاسونه ګټل تر ټولو لږ دي. تر ټولو زیات دیارلس دي چې د پربازۍ په اصطلاح کې لاړیس ورته وایي. اوس نو که مقابل طرف پنځه لاسونه وګټي، هغه کس او ملګری یې چې اته یې ویلي و، ډبلېږي او شپاړس تاوان کوي. که کوم کس په اتو کې ډبل شي، سخته د خندا کیسه ځنې جوړېږي، ځکه نو عام خلک چې یو څوک له  یوه داسې کاره راګرځوي چې نتېجه یې تاوان وي، ورته وایي چې ګوره! په خپلو اتو کې به ډبل شې.

ښاغلی حکمتیار چې د لوبې یو اړخ پاتې شوی، داسې انګېري چې نورو ټولو نوبت تېر کړی، اوس نو باید دی رنګ وټاکي. ده چې پخوا یې د پان‌اسلامیزم نظریې پلوي کوله او په نړیوالو جیوپولیټیکي مسایلو کې د هېوادونو تر منځ پر خاورینو کرښو یې زیات باور نه درلود، سم له واره یې د افغانستان جګړه قومي وبلله. مانا دا چې یو وخت لاړیس ته ناست و، خو اوس یې لوبه اته لاسونو ته را کښته کړه. ګومان مې دا دی چې حکمتیار صاحب غواړي په دې توګه په پښتنو کې خپل حمایت لا غوښن کړي. حکمتیار صاحب پوهېږي چې د دې حرکت مانا یې دا ده چې په نورو قومونو کې یې ملاتړ چې په دې ورځو کې کم شوی دی، لا کم‌رنګه کېږي. اما دا چې په لوبه کې به ارومرو خطر منې، ده هم ارومرو وروسته له ارزونې دې خطر ته غاړه ايښې ده.

پښتانه په ټاکنو کې د نورو قومونو په پرتله په کم شمېر برخه اخلي. همدا رنګه د غني او اتمر په څېر کسانو په شتون کې د پښتنو د رایو یو ورخ هغوی ته ماتېږي، تر څنګ یې دا چې ښاغلي حکمتیار به وار له مخه په نورو قومونو کې خپل محبوبیت صفر ته نږدې کړی وي، په نتېجه کې به ښاغلی حکمتیار په خپلو اتو کې په اسانۍ او تېزۍ ډبل شي.

دا چې حکمتیار صاحب له تاوده وسله‌وال مخالفته د سولې بهیر له لارې په سیاست کې ښکېل شوی و او تر څنګ یې دا چې حزب اسلامي په نورو قومونو کې هم ريښه لرله، د ولس تمه دا وه چې دی به د سولې بهیر او همدارنګه د قومونو په نږدېوالي او یووالي کې رغنده رول ولوبوي. داسې اېسي چې ولس هم د خپلو تمو په اتو کې ډبل شوی دی.

د حزب اسلامي له خواخوږيو مو هیله دا ده چې د قومي لانجې د زیاتېدو حساسیت درک کړي او له خپل ګوندي ظرفیته د دیني و قومي لانجې د زیاتولو پر ځای، په کمولو او له منځه وړلو کې کار واخلي.

سرخط ورځپاڼه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *