جاوید غفور |
له کله چي د ۲۰۰۱ زېږديز کال د سپټمبر په ۱۱مه نېټه د امریکا په متحدو ایالتونو کې لویې مسافر وړونکې الوتکې تر یرغمل کولو وروسته په نيويارک کې د سوداګرۍ نړيوال مرکز له اسمانڅکو ودانيو سره وجنګول شوې او افغانستان ته د نړیوالو ځواکونو راتګ ته زمینه برابره شوه ، نو له دې سره همهاله د نړیوالو ځواکونو په ځانګړي توګه د امریکا د متحدو ایالتونو په مرسته او همکارۍ د افغان امنیتي ځواکونو د رغونې د بنسټ ډبره هم کېښودل شوه. که څه هم دا ستونزمنه وه چې د داسې پوځ لپاره بنسټ کېښودل شي چې هرڅه له سره پيل کړي. افغان دولت هغه مهال اوږد مزل په مخ کې درلود چې د بشپړولو لپاره يي ملا وتړي، او داسې یو ځواک رامنځ ته کړي چې له یوې لخوا ولس ته د باور وړ وي او بله خوا له ترهګرو سره د مبارزې وړتیا ولري. شاوخوا شپاړلس کاله وړاندې د امنیتي ځواکونو د جلب او جذب لړۍ پیل شوه، خو له پخوانیو نظامونو څخه په دې توپیر چې هغه مهال به عسکري به مکلفیت و.
بې شمېره ځوانانو د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د ورګډېدو لپاره خپل نومونه ثبت کړل. لنډه وه چې افغان دولت د امنیتي ځواکونو د بنسټونو د رغونې په لړ کې له یوې خوا له ترهګریزو شبکو سره په جګړه کې بوخت شو له بلې خوا له اړتیا سره سم د امنیتي ځواکونو د مسلکي کېدو او تجهیز په برخه کې ډېر کار ته اړتیا وه. دا داسې جګړه وه چې د سیمې له خطرناکو څارګرو ادارو له کلک مالي او مشورتي ملاتړ څخه برخمن وه چې وسله الو مخالفینو د پېچلو بریدونو د ترسره کولو وړتیا يي لرله، چې همدا اوس هم په خپل شدت دوام لري.خو له دې ټولو سره سره افغانستان د ملي ځواکونو د سنمبالښت او روزنې په برخه کې اوږد او اغزن مزل تر شاه پرېښود.
افغانستان اوس په سیمه کې یو داسې ملي ځواک لري چې پر پرمختللو پوځي تجهیزاتو سنمبال او له مسلکي لیده هم په جکړه کې رالوی شوی پوخ امنیتي ځواک پيژندل شوی. افغان امینتي ځواکونو درې کاله وړاندې داسې یوه امنیتي تشه ډکه کړه چې د نړۍ په کچه تر ټولو د لوړې او پورته پوځي ټکنالوژۍ او پوره هوايي پوښښ څخه برخمنه او د لسګونو هېوادونو لخوا کابو کېدله.
د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو لپاره که څه دا جګړه ډېره ګرانه پرېوته خو ويي کولای شول هغه ګنګوسو ته ښه ځواب ورکړي چې له دوه زره څوارلسم کال وړاندې په سیاسي مجالسو او په ټلویزیونونو کې مبصرینو کولې.
له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته په کار وه چې د افغان ځواکونو د پایښت او دوام لپاره مالي سرچینې موندل شوې وای چې په دې برخه کې نړۍ له افغان ملي ځواکونو څخه غوڅ ملاتړ وښود. په دې لړ کې د وارسا په کنفرانس له سیاسي ملاتړ سربېره مرسته کوونکو هېوادونو له افغان امنیتي ځواکونو سره د ۱۵ میلیارد ډالرو مرسته علان وکړ.
افغان ځواکونه اوس د پخوا په پرتله ډېر غښتلي شوي، آن تر دې چې د افغانستان ځانګړي ځواکونه د شپنیو اغېزمنو علمیاتو د ترسره کولو له امله په سیمه کې بې ساري وبلل شول. حکومت د نوموړي ځواک اغېزمنتیا ته په کتو سره د هغوی تشکېل لوا ته اوچت کړ چې په دې کار سره به د جګړې په ډکر کې د ترهګرو زور نور هم مات شي. سربېره پر دې افغان حکومت د ملي امنیتي ځواکونو د ودې لپاره څلور کلن امنیتي پلان جوړ کړ چې پکي د افغان ځواکونو د مسلکي کېدو تر څنګ د هغوی تجهیز او سنمبالښت هم شامل دي.
د افغان حکومت د څلور کلن امنیتي پلان په چوکاټ کې د افغان هوایي ځواک د رغونې لپاره ځینې مهم کارونه ترسره کړل. د امریکا له متحدو ایالتونو او هند څخه ترانسپورټي او جګړییزې الوتکې د افغان هوايي پوځ ته شاملې شوې چي بيلگې يي A29_ MD530 _ UH-60 black Hawk_ C130 _ MI-25V او B200 سوپر توکانو الوتکو دي. همدا اوس 377 تنه په کوردننه او بهر کې د پیلوټۍ زده کړې ترلاسه کوي چې دا د افغان هوايي ځواک د بشري قوې په برخه کې پر خپلو پښو د درېدلو لپآره خورا ډېره مرسته کولای شي. د افغان هوايي ځواک لخوا پر دښمن د هوايي بریدونو کچه هم لوړه شوه.
سربېره پر دې افغان امنیتي ځواکونه له مسلکي اړخه ورځ تر بلې د پياوړي کېدو په حال کې دي. د ځوانانو ګڼې ډلې له عصري پوځي علومو سره له بهرنیو هېوادونو راستنې شوې او ګڼ شمېر همدا اوس په دوستو هېوادونو کې د پوځي زده کړو پر حصول بوخت دي.
د افغان پوځ په لیکو کې فساد هغه ستونزه وه چې لکه د نظام نورې برخې يي هم له کاره غورځولې دي، د بېلګې په توګه خیالي سرتیري چې تنخواګانې يي د ځینو مفسدو افسرانو د نس ټس کې کېږدې خو افغان حکومت د دې موضوع لپاره تابیا نیولې چې په لړ کې د ملي اردو څه د پاسه ۱۵۸ زره منسوبین بایمیټریک شوي او دا لړی همداراز دوام لري.