تاند – د امریکا متحده ایالاتو د هغو کسانو لپاره چې په افغانستان کې یې د متحده ایالاتو پوځي او ملکي ماموریتونو سره کار کړی د ۳۵۰۰ نورو وېزو ورکړه تایید کړه.

د دغو وېزو ترلاسه کوونکي کولی شي چې له ځانونو سره خپلې کورنۍ هم بوځي.

د امریکا متحده ایالاتو د خپلو افغان همکارانو لپاره دا پروګرام په ۲۰۰۹ کال کې پیل کړ. د پروګرام له پیل نه هدف دا وو چې د پنځو کالونو په مخه هر کال ۱۵۰۰ یا په ټولیز ډول ۷۵۰۰ کسانو ته وېزې ورکړي.

په ۲۰۱۴ کال کې دا پروګرام اوږد شو، په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کې هم د ۲۰۱۷ تر می پورې پسې وغزېد، چې د ۲۰۱۴ را وروسته یې په ټولیز ډول ۱۱۰۰۰ نورو کسانو ته وېزې ورکړي دي.

دې ته ورته یو پروګرام د امریکا د پوځ او ملکي حکومتي ادارو د عراقي همکارانو لپاره هم په ۲۰۰۶ کال کې پیل شوی وو چې په لړ کې یې تر ۲۰۱۴ کال پورې ګڼ شمېرعراقیان امریکا ته کډه شول.

له افغانستان څخه په وتلیو او وتونکیو کسانو کې نه یوازې ترجمانان بلکې ګڼ شمېر نور مسلکي کسان هم شامل دي چې په تګ سره یې که له یوې خوا د هغوی او د هغوی د کورنیو ژوند خوندي کیږي، بلې خوا ته افغانستان ته د کدرونو د له لاسه ورکولو په برخه کې لوی تاوان ور رسېږي.

2 thoughts on “د امریکا کانګرس د افغان ترجمانانو لپاره د ۳۵۰۰ نورو وېزو ورکول تایید کړل”
  1. دا ډير د افسوس او خفګان ځای دی چې یو کس دې ته اړ شي چې خپل هیواد پریږدي. خپل کور، کورنۍ او دوستان د تل لپاره پریښودل به د انسان تر ټولو دردونکې پریکړه وي. مګر د هیواد حالات او بې کیفیته دولت داسې لاسته راوړنې نه لري چې خلکو ته د امنیت او کار زمینه مساعده کړي. دا د هیواد لپاره یوه لویه ضربه ده چې اکثره مسلکي او د لوړو زدکړو اشخاص ورڅخه تښتي او په نورو هیوادو کې پناه اخلي، خو هغوی هم مجبور دي ځکه چې نه یې ژوند خوندي دی او نه پدې ناندریز دولت کې د کار امید شته. بدبختانه په امریکا کې هم د بیروني لوړو زدکړو او مسلک ارزښت نه شته او نه یې څوک مني. امریکا یو ډير لوی هیواد دی او هر وخت مزدورانو ته اړتیا لري، نو د همدې امله د یو خوا خپلو همکارانو ته د ویزو په ورکړه په هغوی احسان کوي خو په حقیقت کې یې هغوی د مزدورۍ لپاره راولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *