پاکستان تر فشار لاندې دی، منزوي شوی، پر ضد يې سيمه‌ييزه او نړيواله اجماع را منځ‌ته شوې، د امريکا تر مستقيم ګواښ لاندې دی، ځکه خو د نورو يا نويو مرستو سوال نه پيدا کېږي چې امريکا درګرده ورکړې چورلکې يې له پاکستانه ټولې کړې. امريکا پاکستان ته وروستی خبرداری ورکړی، دا ځل پاکستان له نړيوالې ټولنې سره د لوبې سترګې او وس نه لري، په لوبه کې يې ټولې پتې سوځېدلې، په خپل رنګ کې کوټ دی.

دا هغه څرګندونې او وړاندوينې وې چې يو شمېر شنونکيو او سرکاري غټانو له څه مودې پرې ټاک شوګانې تودې ساتلې، داسې ښکارېده لکه د ټرمپ د سټراټېژي په تشريح او توضيح کې چې يې تخصص تر لاسه کړی وي، ځکه خو يې د ټرمپ سټراټېژي سمې لارې ته د پاکستان د را اړولو يوازېنۍ او وروستۍ نسخه پېژندله، خو پر پاکستان د فشارونو او انزوا پايله دا شوه چې کانګريس يو ځل بيا اووه سوه ميليونه ډالر پر دغه بدماش او ناړامه پاکستان ولورول، دا شرط چې ګنې پاکستان به د حقاني شبکې په ځپلو کې خپل ټول وس په کار اچوي، د اوړو هغه تپلې پزه ده چې زياته موده په دغه بڼه او څېره سريښ نه‌شي پاتېدای.

پاکستان به کله هم حقاني شبکه و نه‌شي ځپلای، که د حقانيانو لاس د پاکستان تر ډبره لاندې دی، د پاکستان پر لکۍ هم د حقانيانو پښه ټينګه ده، شمالي وزيريستان په حقيقت کې د حقانيانو د واک او نفوذ سيمه ګرځېدلې، په دغه جغرافيه کې وزيرو، داوړو او مسيدو حقانيان څلورمه پښه منلې، ځکه خو پاکستان په دغه سيمه کې د حقانيانو پانګه‌ونه له پامه نه‌شي ايستلای.

د توريو او منګلو تر منځ د خونړيو اوږدو جګړو اوربند پاکستان د حقانيانو د جرګه‌مارو او مرکچيانو په مټ را منځ ته کړ، که همدا اوس د حقانيانو پښه له دغې سيمې ووتله، ايران به يو ځل بيا دغې سيمې ته د پيسو د ورخونو په ورماتولو جګړه له سره پيل او توده کړي، ځکه خو د حقانيانو مرکچيان د دغه اوربند ضمانت پېژندل شوی، حقانيانو د دې جرګې او سولې له امله له توريو او منګلو سره لکه د وزيرو، داوړو او مسيدو د اړيکو مخه موندلې او خپلې پښې يې له پاړه‌چناره تر هنګو او دوابې پورې اوږدې کړې دي.

که امريکا په ټينګه د خپلو مرستو په بدل کې د حقاني شبکې د ځپلو په شرط ودرېږي او پاکستان د بل مناسب بارګينګ مخه و نه ګوري، د دغه شرط په سر د چنو وهلو او معاملې ګڼې پتې ورسره خوندي دي، دا ځکه چې پاکستان کله هم په لوبه کې ټولې پتې ميدان ته نه را باسي، ځکه خو يې تر اوسه خپلې ټولې پتې له سوځېدا ژغورلې دي.

پاکستان به د تېر په څېر يو ځل بيا د حقانيانو د کوم زلمي سر امريکايانو ته ډالۍ کړي، دا پاکستان ته کومه ګرانه يا تاواني سودا نه ده، لکه څنګه چې يې د کاناډايي جوړې په خوشې کولو د ټرمپ شاباسی او افرينونه وګټل، دغسې به د حقانيانو د يوه ژڼي په قرباني دغه شرط هم وګټلای شي.

دا لومړی وار نه دی چې پاکستان په خپله مخه کې را ولاړ خنډونه او کنګالونه په دغسې سودابازيو لېرې او ويلي کړي دي.

ښه به وي د امريکا خبرداريو او ګواښونو ته د انتظار پر ځای خپلو ظرفيتونو او شونتياوو ته نوک ونيسو، په ګرده څېړۍ کې د ځدراڼو د مخورو او سپين‌روبو هغه جرګه بابېزه و نه ګڼو چې له حقانيانو سره د روغې جوړې غږ يې په‌کې پورته کړی، که دغه غونډه يو فرصت وګرځي او د سولې شورا پر ځای قومي جرګې او مخورو ته د خبرو او سولې واک ورکړل شي، هيله ده د دې جړې ماشوړې د تار سر هم تر ګوتو کړای شي.

سرخط ورځپاڼه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *