ودان |
له ګاونډیو هېوادو د افغان کډوالو راستنېدل د سولې په ټینګښت کې مهم رول لوبوي. ډېر لرغونی ار( اصل) دی چې وایي که انسانان جګړه پای ته ونه رسوي جګړه به انسانان ختم کړي. پردې خبره له بل هرچا افغانان باید ښه وپوهېږي دا ځکه چې په اوسنۍ زمانه کې هیڅ قوم په دومره اوږده جګړه کې نه دی ښکیل شوی، هیڅ بل هېواد په بې ګټې او پردۍ جګړه کې د سر اومال دومره سترزیانونه، نه دي ګاللي نو ځکه خو سوله د افغانانو له پاره د ژوند اړتیا ده. دا هم روښانه ده چې د ټولو جګړو او دوښمنیو پای سوله وي نو ځکه خو هم سوله، له دوښمن سره کېږي، نه له دوست سره. دا هم روښانه ده چې سوله هم بیه(قیمت) لري یانې د سولې له پاره باید یو څه ورکړې چې په بدل کې یې یو څه ترلاسه کړې یانې دسولې له پاره باید بیه ورکړﺉ. په وروستیو کې د افغان حکومت یوه له سترو لاسته راوړنو هم له حزب اسلامي سره د سولې تړون دی، دغه تړون ځکه هم تاریخي ګڼل کېږي چې لومړی ځل و چې له یو پېژندل شوي ګوند او د هغه له مشر سره د دولت په کچه لاسلیک شو او دغه ګوند په رسمي ډول اعلان وکړ چې نور له جګړې لاس اخلي او له سیاسي بهیر سره په رښتینې مانا یوځای کېږي. په دې اړه مهمه خبره داده چې د هېواد ټولو مهمو سیاسي ګوندونو او وتلو شخصیتونو د دولت او له حزب اسلامي ترمنځ د سولې تړون لاسلیک ملاتړ او هرکلی کړی او په ښکاره خو هیڅ کومې ډلې له دغه تړون سره مخالفت نه دی ښودلی. له حزب اسلامي سره د تړون یو شرط هم د کډوالو بېرته راستنېدل او د هغو ځای پرځای کول دي. له یادې ډلې سره ژمنه شوې وه چې خپل پلویان به له بهره را ستنوي او دولت مکلف دی چې هغوی ته د افغانستان نورو وګړو په شان د سرپنا حق ورکړي. دولت اړ دی چې خپله دا ژمنه هم له تړونوال لوري او هم د افغانستان وګړو سره پوره کړي.
د زبات اړتیا نه شته چې هېواد ته د کډوالو راستنېدل د امنیت په ټینګښت کې مهم رول لوبوي او دا مهمه نه ده چې کډوال له کوم هېواده او یا د کوم هېواد له کومې سیمې خپل هېواد ته راستنېږي بیا هم د سولې په ټینګښت کې مهم ګام دی دا ځکه چې د سیمې استخباراتي کړۍ د ترهګرو لیکې پر کډوالو پیاوړې کوي او له هغوی تل د خپلو موخو د پلي کولو له پاره کار اخلي. داسې اورېدل کېږي چې ځینې کسان له حزب اسلامي سره د خپلو پخوانیو تربګینو پربنسټ داسې ګڼي چې راستنېدونکي کډوال ګنې د حزب اسلامي پلویان دي نو ځکه خو یې مخالفت کوي. لومړی خو ښایي ټول راستنېدونکي د حزب اسلامي سرتېري او سرسپارلي نه وي او بله دا چې که دغه کسان ټول د حزب اسلامي پلویان هم وي چې ناشونې ده بیا هم د افغانستان اتباع او د خپل هېواد په هره سیمه کې چې وي د استوګنې او سرپنا درلودلو حق په دغه شرط لري چې د کوم چا ملکیت غصب نه او د نورو پرحقونو تېری ونه کړي. که موږ غواړو چې جګړه ځپلی هېواد له بدمرغۍ راوباسو، په هېواد کې د ویر ټغر ټول او سوله ټینګه کړو، نه ښایي چې د کډوالو له مېشتېدو سره که دا په دارالمان، چاراسیاب، بګرامیو، دښت برچي، دښت چمتلې، باریک اب او هر بل ځای کې چې د چا شخصي ملکیت نه وي مخالفت وکړو. ټول پردې پوهېږي چې ځینو پېژندل شویو ښاغلو په پخوا کې پر دولتي ځمکو ښارکوټي جوړ او له یوې خوا یې خپل جیبونه یې پرې ډک او له بله پلوه یې خپل پلویان په کې ځای پرځای کړي دي. ښې بېلګې یې په ریشخورو فرقې، د دارالمان د سکاټ قطعې، چمتلې دښته، بتخاک دښته، بګرامیو او نوروسیمو کې پردولتي ځمکو د ښارګوټو جوړېدل دي. ځینو کسانو د مرنجان غونډۍ، د خیرخانې غاښي او نورې سیمې غصب او پلورلي دي. په هرصورت دا زموږ د بحث موضوع نه ده خو اوس نو که څوک د هېواد په هره سیمه کې د کډوالو له ځای پرځای کولو سره مخالفت کوي مانا یې دا ده چې په هېواد کې سوله نه غواړي او په لوی لاس هڅه کوي چې اوبه د غلیم پر ژرنده ور تویه کړي او په هوښیاري یا هم ناپوهي د سیمې د استخباراتو په ګټه او د خپل هېواد په زیان عمل وکړي.
په دغه ځای کې یوه بله خبره مهمه ده او هغه دا چې حزب اسلامي هم په دې برخه کې مسوولیت لري څرنګه چې ښایي د کډوالو په ځای پرځای کولو کې دوی هم رول ولوبوي نو اړینه ده چې د سرپنا نمرو په ویش کې د هغه او دغه د خوشالولو له پاره او دغه او هغه ته د کډوالو د سرپنا ونډه ورنه کړي، د خپلولۍ پالنې، ناوړه ګټې اخیستنې د رښتینو کډوالو حق ضایع کېدنې په کلکه مخنیوی وکړي. په دې وروستیو کلونو کې ځینو کسانو یوه عجیبه لوبه یاده کړې چې په هره برخه کې د مستحقو پرځای د خپلې سیمې او قوم په نوم د ځان له پاره ونډه غواړي. په دې توګه رښتیني مستحقیین له خپل حقه بې برخې او مفسد، استفاده ګر او دوکه باز کسان ځانونه د قومونو نا ټاکل شوي استازي ورپېژني او که غوښتنه یې ونه منل شي پر نورو د قوم پالنې او نورې او نورې ټاپې لګوي. نو ځکه خو حزب اسلام او دولت باید ځیر وي چې د ځمکې نمرې په رښتیا هم راستنېو شویو کډوالو ته ورکړل شي، په دې توګه به په هېواد کې د سولې تینګښت په لار کې مهم ګام بورته شوی وي.