میرویس جواد | 

د ثور د ۷مې نېټې له کودتا وروسته افغانان مجبور شول چې مهاجرت ته مخه کړي. دغه بهیر د کورنیو جګړو له پیل سره ګړندی شو، خو له ۲۰۰۲ میلادي کال وروسته سربېره پر دې چې د کډوالۍ بهیر وځنډېد، له بهر څخه زیات شمېر افغان کډوال هېواد ته ستانه شول.

پدې ترڅ کې یو شمېر بېرته راستنېدونکو ته د دولت لخوا ځینې امکانات هم په پام کې ونیول شول چې د هغې له جملې څخه د ښارګوټو جوړول او د ځمکو وېش وو. اما دغه بهیر ګړندی نه و چې له همدې امله یو زیات شمېر کډوال لا هم هېواد ته ندي ستانه شوي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس همدا اوس هم له پنځه عشاریه درې (۵.۳) میلیونو څخه زیات افغانان په کډوالۍ کې ژوند کوي چې شاوخوا دوه (۲) میلیونه یې په پاکستان او یو نیم میلیون تنه په ایران کې مېشت دي. په پاکستان کې یو عشاریه درې (۱.۳) میلیونه افغان کډوال اسناد لري او پاتې یې له اسنادو پرته ژوند کوي. همداراز په ایران کې له اووه سوه زرو (۷۰۵۹۵۸) تنه له اسنادو پرته خپل ژوند مخته بیايي.

د دولت یو مکلفیت دا دی چې د کډوالو بیرته ستنېدو په هدف زمینه برابره کړي. د زمینې برابرولو یوه لار د کډوالو د ښارګوټو جوړول دي. د تېرو کلونو په اوږدو کې په اتو ولایتونو کې د کډوالو لپاره ښارګوټي جوړ شول او پر بېرته راستنېدونکو ځمکې وېشل شوي، ولې دا چې لا هم په زیاته اندازه کډوال له هېواده بهیر ژوند کوي، نو ضرورت دی چې ځینې نور سیمې هم د دوی په واک کې ورکړل شي.

پدې ترڅ کې د دارالامان په سیمه کې ښارګوټی هم کډوالو ته ځانګړی شوی، اما په وروستیو کې داسې اوازې دي چې ګواکې دغه ښارګوټی حزب اسلامي ته ځانګړی شوی دی.

په لومړي قدم کې د دې مسالې یادونه مهمه ده چې د حزب اسلامي غړي هم افغانان دي او حق لري چې پخپل وطن کې ژوند کوي.

لدې ورهاخوا حزب اسلامي د یوه تړون پر اساس سوله کړې ده چې په هغه کې د دولت او د حزب مکلفتیونه مشخص شوي دي. د دغه تړون پر اساس د دولت یو مکلفیت د کډوالو بېرته ستنېدو لپاره د زمینې برابرول دي.

د تړون د لومړي فصل په شپاړلسمه ماده کې راغلي: (د افغانستان اسلامي دولت ژمنه کوي، چې د نصرت مینې پنډغالي ستونزو هواري په ګډون به په ایران او پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو بېرته هېواد ته ستنېدو او د کابل په ګډون د هېواد په لر او بر کې د بیا مېشت کېدو لپاره زمینه برابروي، چې هغوی په خپله خوښه او درناوي سره هېواد ته ستانه شي.)

که څه هم تړون د دولت او حزب اسلامي ترمنځ لاسلیک شوی، خو د حزب اسلامي د سولې تړون په اړه ملي اجماع رامنځته شوې وه او له همدې امله وه چې دغه تړون نهايي شو. همداراز د حکمتیار د راتګ په مراسمو کې د هېواد وتلو سیاسي شخصتیونو ګډون درلود او د ټولو په تایید سره تړون نهايي شو.

نو نه یوازې چې له حزب اسلامي سره د سولې د تړون پر بنسټ دولت مکلف دی چې د کډوالو بېرته راستنېدو ته زمینه برابره کړه، بلکې د دولت له اساسي دندو څخه هم دا شمېرل کیږي چې باید کډوال هېواد ته ستانه کړي.

له بلې خوا د کډوالو بېرته راتګ یوه امنیتي موضوع هم ده.

د تيرو څلوېښتو کلونو په اوږدو کې ګاونډیو هېوادونو خصوصا ایران او پاکستان د کډوالو له منځه سرباز ګیري کړې ده او د افغانستان پر ضد یې کارولي دي. همدا اوس په پاکستان کې د مېشتو کډوالو له منځه د طالبانو سربازګیري دوام لري. همداراز په ایران کې له مېشتو افغان کډوالو څخه د جنګي سرتېرو په توګه استفاده کېږي او په سوریه کې د ایران د ګټو تامین لپاره جنګېږي.

که چېرې دا ومنو چې په هېواد کې دې سوله او امنیت راشي، نو یو اساسي شرط یې د کډوالو بېرته ستنېدل دي. حکومت تر خپله وسه پورې دغه زمینه برابره کړې او لا لګیا دی چې د کډوالو بېرته راستنېدو په هدف شرایط برابر کړي. په همدې هدف د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کډوالو لپاره ښارګوټي جوړېږي. له ننګرهار څخه نیولې بیا تر بامیان پورې دغه بهیر دوام لري او تر دا اوسه پدې تړاو کوم تعبیض نه لیدل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *