تاند- دا افغان وايي چې د استرالیا فدرالي پولیسو د مشکوکو تروریستانو په لیست کې شامل کړی دی.
جمیل د اوبر ټکسي خدماتو په شرکت کې کار کوي او باور لري په دې خاطر د مشکوکو تروریستانو په لیست کې شامل کړای شوی چې مسلمان دی او ږیره لري.
جمیل، چې پخوا په افغانستان کې د پوهنتون استاد و، وايي چې د استرالیا د فدرالي پولیسو له لوري د څارل کېدونکو کسانو په لیست کې د ده د نوم ثبت د دې سبب شوی چې دی رسماً ونه منل شي او همداراز خپله مېرمن او ماشومان له افغانستانه ورونه غوښتلی شي.
د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، جمیل د استرالیا خبري رسنۍ (سي بي ایس) ته وویل«کله چې خبر شوم چې د تروریستانو په لیست کې شامل کړل شوی یم، حیران شوم. له ځان سره مې وویل چې دا غیرمنطقي ده. خو فکر کوم په دې خاطر ده چې مسلمان یم او ږیره لرم.»
جمیل ۸ کاله وړاندې استرالیا ته راغلی.
مېل ورځپاڼه وايي چې د جمیل د قضیې په اړه یې د استرالیا له فدرالي پولیسو سره تماس ونیوه خو تر دې دمه یې د هغوی ځواب نه دی ترلاسه کړی.
دا خو یی ډیر ښه کړی
ته چی د ږیری شوقی یی نو استرالیا کی څه کوی؟
جایی که دود است، آتش است!
حتما شواهدِ در نزد مقامات امنیتی استرالیا است که مطابق به آن نام آقای جمیل در لست اشخاص مشکوک و قابل تعقیب درج میباشد.
من متیقن ام که “ریش و مسلمان بودن” آقای جمیل آن شواهد را تشکیل نمیدهند.
د پایمالی ارزو رنګ دې تلو واخست
تاته جا ویل جه په تورو سکرو پښې ږده
په خپل هیواد کې دې د پوهنتون استادی پریښوده او هلته دې د تکسی دریوری خوښه کړه ۰ دې ته وایی کفران نعمت۰ ددې لست نه وتل هم څه اسانه خبره نه ده او د خپلی کورنى سرنوشت هم په نظر کې ساته۰ وروره خداې دی مل شه او زمونږ خوخوږی هم درسره ده۰